افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه،  ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی قطر هیواد ته ولاړ.

بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټرپاڼې لیکلي دي چې دغه پلاوی به په یاد هیواد کې د خلیجي هیوادونو له استازوسره په ګډه غونډه کي شرکت وکړي.

همدا راز افغان پلاوى به  د اروپایي ټولنې له هیئت او هغو ډیپلوماتیکو څانګو سره چې له قطر نه فعالیت کوي پر مهمو مسائلو خبرې وکړي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغان پلاوي تر تلو وړاندي د بهرنیو چارو وزارت کې د سفر اړوند موضوعاتو په اړه د امادګي غونډه هم ترسره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محب الله مجاهد

وه وروره دا څه په ګډو وډو سر یاست. دا نېټه یا تاریخ په يو اګاه او با سواده سړي لیکئ اوس دا میاشت لیندۍ ده که سلواغه
او نن نېټه څو ده؟
تاسو دا خپلې ننۍ او پرونیو لیکنو نېټې وګورئ چې څه مو سر کې لیکلي ؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx