ټولنیزه برخه

ماشومانو ته رښتیا ورزده کول

حامد افغان

عبد الله بن عامر رضي الله عنه وایي: یوه ورځ مې مور وغوښتلم، دا مهال رسول الله ﷺ زموږ کور کې ناست و، مور مې راته وویل: راشه څه شی درکوم، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: هغه ته څه شی ورکوې؟ هغې ورته وویل: خورما ورکوم، رسول الله ﷺ هغې ته وفرمایل: که ته هغه ته څه شی ورنه کړې؛ دا به دروغ درته ولیکل شي. عن عبد الله بن عامر قال دعتْني أُمي يومًا ورسولُ اللهِ ﷺ قاعدٌ في بيتِنا فقالتْ: ها تعالَ أُعطيكَ فقال لها رسولُ اللهِ ﷺ وما أردتِ أنْ تعطيهِ؟ قالتْ : أُعطيهِ تمرًا، فقال لها رسولُ اللهِ ﷺ : أما إنك لو لمْ تُعطيهِ شيئًا كُتبتْ عليكِ كَذِبةٌ. رواه أبوداود4991.

موږ سخت تساهل او اسانتیا خوښي خلک یو، ماشوم له ژړا منعه کولو یا له کوم کاره راګرځولو لپاره بې تکلیفه او په اساني سره هغه ته دروغ وایو، دا کار دومره عام ده چې له مور و پلار نیولې ان د کور ټول وګړي ماشومان په دروغو غلطوي او کراروي او دا کار معمولي او عادي ګڼي، په داسې حال کې دا دروغ دروغ دي او دروغ لویه ګناه ده، ټولنه کې د دروغو توفان هم له دې ځایه سرچینه اخلي، ماشومان مو چې لیږ په څه پوه شي، بسته کورنۍ دروغ ورته پیل کړو! ماشومانو ته دروغ مه وایئ، رښتیا ورته وایئ و رښتیا ورزده کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx