ورزش

په هند غوره لیګ کې سږګال څلور افغان لوبغاړي واخیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د هند غوره لیګ د پنځلسم پړاو لپاره د لوبغاړو دوه ورځنۍ بولي پای ته ورسېده چې د لسګونه لوبغاړو ترمنځ درې افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.

د بولي په لومړۍ ورځ د افغان لوبغاړو ترمنځ محمد نبي او مجیب ځدران د لوبډلې مالکانو توجه خپله نه کړه خو ځوان نور احمد د ګجرات ټایټنز له لوري د ۳۰ ملیونه په بدل کې واخیستل شو.

د بولي په دوهمه ورځ قیس احمد او رحمان الله ګربز هم ونه پېرل شول خو فضل حق فاروقي د سنرایزرز حیدراباد له لوري د پنځوس ملیونو په بدل کې وپېرل شو.

د بولي پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا د هغو لوبغاړو بولي وشوه چې په لومړي پړاوونو کې نه وو پیرل شوي، په دوهم پړاو بولي کې محمد نبي د ۱۰۰ ملیونو هندي روپيو په بدل کې د کلکلتې لوبډلې ونېوه، هغه تېر درې کاله د حیدراباد لوبډلې له لوري لوبېدلی دی.

بل لوري ته د ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشد خان له دې وړاندې د ګجرات یا احمداباد لوبډلې سره تړون کړی و، چې هغه او نور احمد به په یوه لوبډله کې ولوبیږي.

د یادونې ده چې د هند غوره لیګ په بولي کې ۲۲۰ بهرنيو او ۳۷۰ هندي لوبغاړو نومونه شامل شوي وو چې له مخې یې ۲۰۱ لوبغاړي د لسو بېلا بېلو لوبډلو له لوري وپېرل شول.

د آی پي ایل پنځلسم پړاو سیالۍ به د مارچ او اپریل میاشتو پرمهال ترسره شي. تېر کال د کرونا له کبله دغه لوبې په عربي اماراتو کې شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx