ټولنیزه برخه

د اسلامي امت ځوانانو ته پيغام!

حمزه الیاس

ای د اسلامي امت ناخبره ځوانانو!
راشئ د خپل خوږ پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د امت حال واخلئ، چې څه پرې تېرېږیږي.
ستا خویندې تا ته وامعتصما نارې وهي. تا ته فاطمه  عراقي د ابو غریب له زندان څخه نارې وهي، چې هره ورځ لسګونه وارې جنسي تیری راباندې کیږي.

تا ته مسکان خان له هندوستان څخه نارې وهي، چې د مسلمه امت ځوانانو زما مرسته وکړئ!
ستا مظلومه خور عافیه صدیقي د ګوانتانامو له کرغېړن زندان څخه د وامعتصما نارې وهي.

ای د امت ویدو ځوانانو د مظلومو خویندو غږ مو واورئ او ویښ شئ!
کافران ستا د خویندو له سرونو څخه د عزت او برم پړونی غورځوي؛ خو تاسو اوس هم د فیل په غوږ کې ویده یاست.

کفارو د دې پر ځای چې ته سنګر ته لاړ سې او د جنګ په لومړۍ کرښه کې وجنګېږې، په (Pub G) ګېم مصروف کړی یې؛ تر څو د مظلومو خویندو چیغو ته لبیک ونه وایې.

ای مسلمانه وروره!
د دې پر ځای چې په ګیم کې وجنګېږې، هلته په سنګر کې مخامخ له کفارو سره وجنګېږه!

ای د امت مسلمه ناخبره ځوانانو!
پاڅئ او د خپلو هندي، عربي او عجمو خویندو پت او عزت خوندي کړئ. پر حق مو سترګې پټې کړې، نور څومره ویده پاتېږئ.
دا خو پرېږده چې بل وطن ته لاړ شې، په خپل وطن کې مو اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې شوي دي. پاڅئ او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع وکړئ.

د امت ځوانانو!
د ازادۍ درس له افغانانو زده کړئ.
افغانانو د خپلو سرونو په قربانیو د خپل هېواد، ولس او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع وکړه.
له مرګ نه مه ډارېږئ، مرګ حق او راتلونکی دی؛ خو نن ورځ د ځوان لپاره پر بستره مرګ د شرم مرګ دی.
الله(ج) په قران کریم کې فرمایي:
[کل نفس ذائقة الموت] ژباړه: هر نفس (انسان، حیوان …) د مرګ څکونکی دی.
په خپلو سرونو، مالونو او قلمونو باندې د جهاد ډګر ته راودانګئ.
راځئ چې د خپل ژوند دا قیمتي وخت ټول ددې ځورېدلې امت په دفاع کې تېر کړو؛ هسې نه چې د قیامت په ورځ مو له ګرېوان ونیسي او راته وایي چې ولې؟
په هغه ورځ خو بیا د ولې ځواب نه لرو. راځئ چې د آخرت له پښېمانۍ مخکې یو څه توښه جوړه کړو او بس…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx