افغانستان

چین بهرنیو چارو وزارت ویانده: د نړۍ امیرترین دولت ‎ د غریب افغانستان زېرمې غلا کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان بانک اسعاري زېرمو په اړه د امریکايي ولسمشر وروستی تصمیم د افغانستان د شتمنیو غلا ګڼلې ده.هوا چونینګ ‎ پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د نړۍ تر ټولو دولتمند (پیسه دار) هیواد د نړۍ تر ټولو غریب هېواد پیسې غلا کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې چې امریکا که هر څه بهانه کوي، خو د افغانستان شتمنۍ د افغانانو دي او افغانان یې باید په اړه تصمیم ونیسي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د افغانستان کنګل شوې اسعاری زېرمې د افغانانو دي او افغانان یې باید په اړه تصمیم ونیسي.

همدا راز د بشر د حقونو  فعالانو او د نړیوالو پوهنتونونو استادانو د امریکا تصمیم  له افغانانو څخه ښکاره غلا او د افغانستان خلاف اقتصادي جګړه بللې ده.

د افغانستان بانک  هم په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ پریکړه چې دا زیرمې به د ټاکل شویو موخو پر خلاف لګول کېږي، دافغانستان ولس په حق کې ناعادلانه او د نه منلو وړ ده.

افغانستان بانک څرګنده کړې چې افغانستان هیڅ کله دا پریکړه نه مني چې یادې زیرمې دې د بشري مرستو یا غرامت په نامه د بل چا په اختیار کې ورکړل شي او په دې اړه د بیاکتنې تر څنګ د ټولو اسعاري زیرمو د ازادولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx