افغانستاننړۍ

عمران خان: نړیواله ټولنه له سرپرست افغان حکومت سره د تعامل پرته بله چاره نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او په وینا یې نړۍ له تعامل پرته بله چاره نه لري.

عمران خان د سي ان ان سره په خبرو کې وویل چې نړیواله په افغانستان کې د سرپرست افغان حکومت بل کوم متبادل څه نه لري او د متبادل په نشتون کې یواځينۍ چاره همدا ده چې له سرپرست افغان حکومت سره تعامل وکړي او دې ته یې وهڅوي چې ټول شمول حکومت جوړ او د ښځو او بشر حقونو درناوی وکړي.

عمران خان زیاته کړه چې که چېرې د سرپرست افغان حکومت سره تعامل ونشي او بندیزونه پرې پاتې شي او د بندیزونو له کبله نقدینګي ونه لري نو د دې اندېښنه شته دی چې افغانستان کې به یو بشري بحران رامنځته شي.

نوموړي وویل چې زر وي که وروسته، خو سرپرست افغان حکومت باید په رسمیت وپيژندل شي.

عمران خان وویل چې طالبان یو قوي ایډیالوژيک تحریک دی او له کوم کلتور چې طالبان استازیتوب کوي هغه د غربي ټولنې لپاره بیخي بیګانه دی.

د عمران خان په وینا نړیواله ټولنه باید یو څه ورکړي او څه واخلي خو د افغان حکومت په رسمیت نه پيژندل، د افغانستان اسعاري زیرمې او بانکي سستم کنګلولو له کبله به یواځې د افغانستان خلک اغېزمن کیږي نه طالبان ځکه حاضره د طالبانو ځای هيڅوک نشي نیولای.

د پاکستان لومړي وزیر په دغه مرکه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې تر تحول وروسته دوه لکه پنځوس زره افغانان پاکستان ته راغلي دي چې «په دې کې متأسفانه ترهګر هم شامل دي».‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خلیل الله

زه د پاکستان د صدراعظم دی بی حیایی او بی شرمی ته حیران یم. د کابل له سقوط دوه ورځی روسته دده د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید چی په مرده ګاو هم مشهوردی د تورخم د دروازی یو عکس خپور کړی وه او لیکلی یی وه چی وګوری د نظام د بدلون با وجود هیڅ څوک هم پاکستان ته د راتګ هڅه نکوی. اوس یی صدراعظم وایی چی دوه لکه او پنخوس زره افغانان په تیرو ځو میاشتوکی پاکستان ته راغلی. له بلی خوایی ډول په غاړه کی اچولی چي نړی د طالبانو د رسمیت پیژندلو پرته بله چاره… نور لوستل »

طوطی

زه بیا د طالبانو سر ټیټی ته حیران یم چی ولی یو قاطع ځواب قریشی او عمران خان ته نشی ورکولی. ممکن دلیل یی دا وی چی تر اوسه د طالب مشرانو کورونه په پاکستان کی دی.

دکتور مجاهد

طوطی جانه تاسی ته به مستقل ځواب ځکه نه لیکم چه د خلیل الله سره په یوه غلامه کورنی کی ژوندی تیروی هغه ته چه می څه لیکلی هغه ستاسی د ټولی غلامی کورنی د باره بسنه کوی . مګر یوه ځانګړتیا چه طوطی یی لری او د هغه ځانګړتیا له مخی یی ډیر نه ملامتوم هغه دا چه : طوطی جان طوطی دی ، طوطی له خپلو مغزو ، ارزونو او تفکر څخه زیږول شوی خبری نه کوی هغه خبری کوی چه بادار یی ورسره تکرار تکرار کړی او طوطی زده کړی اوس یی تکرار تکرار وایی هغه زده… نور لوستل »

طوطی

اول دوکتور درست ولیکه ثانیآ ځان ته مجاهد مه وایه ټپوسه. په ولاکه دی ما دومره جهاد کړی وی. زما یوه کلمه را وښیه چی د پخوانی حکومت له کوم کس یا د هغوی له حکومتداری می دفاع کړی وی؟ پخوانی حکومت یو لاسپوڅی حکومت وو چی د جانکری په لاس زمونږه د سترګو مخامخ جوړ شو. هغوی خو غلامان ول خو اوس ګوری چی ځینی ستاسو مشرانو د غلامانو غلامان دی ندی؟ کچیری دوی خپل کورونه له پنجاب څخه وباسی بیا دوی کولی شی چی بدون له ویرې خبری وکړی اوس خو ګورو چی ستاسو په نمایندګی عمران خان… نور لوستل »

دکتور مجاهد

زه نه پوهیږم چه نړیوال دجال له اوله خره په ګوته کوی او بیا یی د غلامی په زنجیر کی ورننباسی او که وروسته یی خره کوی او که دواړه وی یعنی له اوله هم خره وی مګر له غلامی وروسته تری د خرو مشران جوړوی او له کوچنیو خرو لوی خره جوړوی. د خلیل الله په نوم یو امریکایی غلام د خپلی امریکایی غلامی یادونه نه کوی د امریکایی غلامی باندی د پردی اچولو د پاره انګریزانو او امریکایانو خبل بل غلام ( پاکستان ) خوله کی ورکړی ځانونه یی بچی کړی . خو موږ د خلیل الله جان… نور لوستل »

جبران خلیل

اسلام علیکم ډیر ښه ځواب مو ویلې ، خو ځما په اند دلسې احمقان په دومره خبرو نه ارزي بارک الله فیکم

طوطی

تاته څوک احمق نشی ویلی؟ حتمآ به غټی غټی ږیری هم لری ځانو ته به مسلمانان هم وایی. یوه ته خر وایی بل ته غلام وایی ځانو ته مو فکر نشته چی څه مو له خولی راوځی. په عوض د دی چی دکتور مجاهد ته ووایی چی د سړی او مسلمان په شان خبری وکړی نور یی هم تشویق کوې.

د کتور مجاهد

پشتو کی یو متل دی وایی ، [ ننګوری تاته یی واییم لوری ته یی غوږ باسه ]
دا د ډیرو یا ټولو د پاره ده موږ هسی بهانه لټوو چه یو څه ولیکل شی او موږ یی به اړه خپل اسلامی معلومات چه لرو ولیکو

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx