ورزش

کرکټ بورډ د بنګلاديش پر وړاندې سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلاديش کرکټ لوبډلې پر وړاندې د يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

ټاکل شوې ده د افغانستان او بنګلادیش ملي لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو او شل اوريزو سيالۍ د فبروري په ۲۳مه‌نېټه‌ پېل شي.

د افغان لوبډلې په يو ورځني نوملړ کې پېليز لوبغاړی ابراهيم ځدران او ويکټ ساتونکی اکرام عليخېل شامل شوي او محمد نبي لوبډلې ته راګرځېدلی، په داسې حال کې چې شرف الدين اشرف کينول شوی دی.

دغه راز په شل اوريزو لوبو کې محمد نبي د لوبډلمشر په حيث شامل شوی او افسر ځاځی د دوهم ويکټ ساتونکي په توګه لوبډله کې زيات شوی دی.

د يو ورځنيو په ۱۸ کسيز نوملړ کې سليم صافی او قيس احمد د ساتونکو لوبغاړو په ليست کې دي، چې د نورو لوبغاړو نوملړ په لاندې ډول دی:

رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدران، رياض حسن، رحمت شاه، حشمت شهيدي (لوبډلمشر)، نجيب ځدران، شاهد الله کمال، اکرام عليخېل، محمد نبي، ګلبدين نائب، عظمت عمرزی، راشد خان، فضل حق فاروقي، مجيب ځدران، يمين احمدزی او فريد ملک دي.

د شل اوريزو په نوملړ کې د ګلبدين نائب پرځای کريم جنت او دغه راز نجات مسعود لوبډله کې شامل شوی دی، چې د پاتې لوبغاړو نوملړ په دې ډول دی:

رحمان الله ګربز، حضرت ځاځی، عثمان غني، درويش رسولي، محمد نبي، نجيب ځدران، افسر ځاځی، کريم جنت، عظمت عمرزی، شرف الدين اشرف، راشد خان، مجيب ځدران، قيس احمد، فضل حق فاروقي، نجات مسعود او فريد احمد ملک.

د افغانستان ملي لوبډله د شنبې په ورځ د بنګلاديش هېواد په لور وکوچېده چې هلته به په سيلهت ښار کې تمرينات ترسره کړي.

دواړه لوبډلې به په سيلهت او چټوګرام ښارونو کې د فبروري له ۲۳مې تر مارچ پنځمې نيټې درې يو ورځنۍ او دوه شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

داسې اټکل کيږي چې بنګلاديش کرکټ بورډ به د يادو لوبو لپاره د بنګلاديش غوره ليګ (بي پي ايل) له پای ته رسېدو وروسته لوبډله اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx