افغانستان

د روزګان والي:طالبان په روزګان کې د عملیاتو توان لري

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان والي وايي چې طالبان د دې ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې ښکاره مرکزونه لري.
د روزګان والي امان الله تیموري له بې بې سې په مرکه کې وویل چې طالبان د روزګان د نوروسیمو په ګډون د خاص روزګان د ولسوالۍ له مرکز پرته په نورو ځایونو کې مرکزونه لري او په روزګان کې د چاودنو او بریدونو پوره توان لري.

نوموړي پخپله مرکه کې وویل چې طالبان په کلیو او بانډو او هم بازارونو کې کولای شي چې دولتي مسوولینو ته بمونه کېږدي او چاودنې ترسره کړي.
که څه هم نوموړي وویل چې د طالبانو دومره پراختیا د اندېښنې وړ نه ده خو له دې سره جوخت يې وویل چې طالبان کولای شي دشپې په ځینو مهمو مرکزونو هم بریدونه وکړي.

نوموړي په دې اعتراف وکړ چې په روزګان کې طالبان د شپې او ورځې خپل بمي عملیات کولای شي او آن په امنیتي مرکزونو بریدونه هم ترسره کولای شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د خاص روزګان ولسوالي د شالي ناوې په متکزو کې د څو ورځنۍ جګړې خبره وکړه او ويې ويل چې په دغه جګړه کې تر دریو سوو پورې طالبانو ګډون کړی دی.

د روزګان والي امان الله تیموري په داسې وخت کې دغه څرګندونې وکړي د دې ولایت په خاص روزګان کې لاهم جګړه روانه ده.
طالبانو پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې پرون هم د شالي ناوې د متکزو په سیمه کې نښته له سهار د ماسپښین تر دووبجو روانه وه ، چې دولتي امنیتي ځواکونو ته يې د درنې مرګ ـ ژوبلې خبره کړې ده.

پر دې سربېره د روزګان، په دهراود، چهارچینو او ځینو نورو سیمو کې هم وخت ناوخته ډله ایزې اوږدې جګړې رامنځته کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x