افغانستان

ملي تلويزيون سره د دفاع وزير مولوي محمديعقوب مجاهد د مرکې مهم ټکي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د هيواد د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد له ملي تلويزيون سره په تازه مرکه کې د هيواد په نظامي،دفاعي او امنيتي موضوعاتو خبرې کړي دي چې د نوموړي د مرکې مهم ټکي دلته لوستلی شئ.

امريکادې د افغانستان د ګنګل شوې شمتنې په اړه بيا له سره غور وکړي او په دې اړه اوسنۍ پرېکړه يې بې ځايه ده.

د ا.ا له واکمنېدو وروسته مو تر اوسه څلوېښت الوتکې چې تخريب شوې وې، فعالې کړي دي او پروازونو ته اماده ده، همدا راز لس نورې تخريب شوې الوتکې د رغونې په موخه تر کار لاندې دي.

تر اوسه لس زرده اردو روزل شوې ده او د نويو سرتيرو د نوم ليکنې پروسه تر اتيا زرو رسېدلې ده.

په نږدې وخت کې به په خپلو پښو ولاړه او منظمه اردو ولرو.

نوې اردو به پخپلو پښو ولاړه وي او پر چا به يې تکيه نه وي او موږ به ان شاء الله په دې هوډ او عزم کې بريالي يو.

په لومړي پړاو کې د ۱۱۰ زره اردو جوړولو پلان دی، خو وروسته به د هيواد اړتياوو ته په کتو به اردو نوره هم زياتيږي.

په دفاع وزارت کې اوس هم نږدې ۹۰ سلنه پخواني کارمندان په کار بوخت دي، نه يې چا مخه نيولې او نه هم ورسره توپيري چلند شوی دی.

موږ له لومړۍ ورځې څخه دا عزم او هوډ درلود چې هيڅوک بايد زموږ له وهم او يا پرديو په لمسون له هيواد څخه ونه وځي، څوک چې وتلي وو، هغوی سره مو شخصي مستقيم او بالواسطه پيغام رسولی دی او د هيواد خدمت ته مو رابللي.

هيواد ته د تازه راستانه شويو پيلوټانو هرکلی مې خپله وکړ، هغوی زموږ ورونه دي او ژمنه مې ورسره وکړه چې له پخوا به تاسو ته ډېر قدر درکول کيږي.

څوک چې له هېواده وتلي وي او غواړي چې بېرته هيواد ته راستانه شي، موږ ورته د خدمت زمينه برابروو او دلته به ورته هيڅ ستونزه او مشکل نه وي.

د امريکايانو له وتلو نه مخکې ښايي ځينې نظامي تجهيزات ځينو ګاونډيو هيوادونو ته انتقال شوي وي، خو د ا.ا د واکمنېدو وروسته مو په دې سخت بنديز لګولی دی او د نظامي وسايطو د قاچاق په اړه مو سخته سزا ټاکلې ده. د سرحدي سيمو نظامي مسؤلين مو ډېر متوجه کړي دي چې هيڅ نظامي وسايط بايد له هيواده بهر ونه ويستل شي.

کوم نظامي وسايط چې په افغانستان کې پاتې دي موږ به يې له پخوا ډېر ښه وساتو.

غوښتل مو چې له هيواده وړل شوې چورلکې بېرته د خبرو له لارې راپه کور کړو، له ګاونډيو سره ښې اړيکې غواړو، خو دا زموږ هغه ملکيتونه چې اوس په ګاونډيو هيوادونو کې دي هغه زموږ حق او بايد بېرته راوسپارل شي.

سرحدي ځواکونو ته مو لارښوونه کړې ده چې له ګاونډيو هيوادونو سره ښه اړيکې ولري، خو متاسفانه ځينې وختونه د ګاونډيو هيوادونو له لوري چې غيرقانوني اقدامات کيږي او د ا.ا ځواکونه يې مخه نيسي نو برخورد رامنځته کیږي.
د ترکمنستان سرحدي ځواکونو يو افغان شهيد کړی و چې موږ بيا له هغوی نه لس لکه افغانۍ تاوان واخيست او د شهيد شوي افغان کورنۍ ته مو وسپارلې.

ټولو ګاونډيانو ته مې دا پیغام دی چې موږ له هيچا سره لانجې او جنجال نه غواړو، خو که زموږ په خاوره باندې تيری کيږي او زموږ خلکو ته تاوان رسيږي نو موږ د خپلو خلکو او خاورې دفاع ته په هر حالت کې چمتو يو او د سر په بيه يې دفاع کوو.

په ډېورنډ کرښه د اغزن تار اجازه تېرې ادارې ورکړې وه او په محدوده سيمه کې يې کار پاتې دی، خو په دې اړه موږ تر اوسه تصميم نه دی نيولی، دا موضوع د وزيرانو شورا او مشرتابه مقام سره هم شريکه شوې ده او مشورې پرې روانې دي.
تر اوسه مو د اغزن تېرولو اجازه نه ده ورکړې.

ټولو ګاونډيانو ته مې دا پیغام دی چې موږ له هيچا سره لانجې او جنجال نه غواړو، خو که زموږ په خاوره باندې تيری کيږي او زموږ خلکو ته تاوان رسيږي نو موږ د خپلو خلکو او خاورې دفاع ته په هر حالت کې چمتو يو او د سر په بيه يې دفاع کوو.

موږ ګاونډيانو او نړۍ ته ډاډ ورکوو چې زموږ خاوره به د هيچا په خلاف نه کاريږي.

په نږدې راتلونکې کې به ټول وسله وال پوځ مشخص يونيفورم ولري.

اوسنی حکومت ټول شموله دی، په دولتي ادارو کې د هیواد د هرې سيمې، ژبې او قوم خلک شته دي او په دې اړه نورې هڅې هم روانې دي.

د ا.ا چارواکي د يو مشر تر امر او اطاعت لاندې دي، په دې کې هيڅ ډلې او ټپلې نشته، د ډلو ټپلو ادعا د مخالفينو تبليغات دي.

زه نن دفاع وزير يم، که مشران سبا ماته ولايت راکوي، هيڅ ستونزه او مشکل به نه وي، په څنګه عزم او اراده چې د دفاع وزارت چارې پرمخ وړم، همداسې به د يوې قول اردو وظيفه هم اجراء کوم، ولايت هم کوم، ولسوالي هم کوم.

ا.ا. يو نظام دی، يو رهبر لري، ټول يې په اطاعت کې دي، موږ به هيڅکله په دې نظام کې ډلو او ټپلو جوړولو ته اجازه نشته، ځکه چې موږ په افغانستان کې د يو مرکزي او قوي حکومت ادعا لرو.

د افغانستان ټولو خلکو ته چې که هغه زما مخالف دي که موافق؛ پيغام مې دادی:
افغانستان دا څو لسيزې د جګړو په لمبو کې وسوځېده، نور مه پرېږدئ چې افغانستان خراب شي.
که تجار يې، که ډاکټر يې، که انجينر يې، که سياسي يې که نظامي يې، راشه د دې وطن خدمت وکړه.
راځئ چې لاسونه سره ورکړو او افغانستان جوړ کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

زما په آند د ډيورنډ مسئله دا وخت بايد په راتلونکي وخت کى همدغسى مبهمه وغزول شى تر څو چى مونږ په نظامي شکل ورته تيار شو او هغه داسى چى کومه ورځ چى مونږ پر دى وتوانيږو چى داسى يو موشک جوړ کړى شو جى لاهور او پنډى په نښه کولى شى هماغه ورځ به د ډيورند مسئله حل شى انشاالله. که زمونږ جنګ ټول عمر هم تر پښتونخوا او بلوچستان پورى محدود وى په پنجابي باندې به يوه زره هم تاثیر ونکړى خو چى کله خبره تر لاهور او پنډى ورسيده په هماغه ورځ به هر څه در… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

ولی فدایی او استشهادی راکتونه چی تر مزایلو دیر غَشتلی
دی له پامه غورزوی ؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx