نړۍ

سوډان نن په رسمي توګه په دوو برخو وویشل شو

south_sudan(نن ټکی اسیا جولا/۰۷/۰۹) نن له سوډان څخه دنوي بیلیدونکي هیواد جنوبي سوډان  په  پلازمینه جوبا کي په لسګونو زرو خلګو دجنوبی سوډان دنوي هیواد دجوړیدو له مراسمو څخه وروسته دهیواد د بیرغ دپورته کولو په مراسموکي ګډون کړي وو.

ښاغلي سالورکیر د زرګونو خلګو په وړاندي دنړي دنوي منځ ته راتلونکي هیواد جنوبي سوډان دلومړی  مشرپه توګه وټاکل شو. دسوډان اولس مشر عمرالبشیر اوملګروملتونو سرمنشي په دغو تاریخي مراسموکي ګډون کړی وو.

په نړي کي نوي منځه ته راتلونکي هیواد جنوبي سوډان تیره شپه دسوډان په سیمیز وخت (۲۱۰۰GMT) دیوازاد هیواد په توګه راښکاره شو، چي حتمي فیصله یی په کال ۲۰۰۵کي ترسره شوی وه کله چي دسوډآن هیواد  وجنوبي سوډان ته دیو نوي هیواد دحیثیت دورکولو په صورت کی کورني جنګ ته دپاي ټکي کیښود.

دجنوبي سوډان خلګ دیو نوي هیواد دجوړولو لپاره په لسګونو کلونه له شمالي سوډان سره وجنګیدو چي دکورنیو شخړوپه نتیجه کي څه دپاسه یونیم ملیون خلګو ژوند له لاسه ورکړ.

دجنوبي سوډان  هیواد په نړي کي ۱۹۳ هیواد دي چي نن دملګروملتونو داداري له لوري په رسمیت وپیژندل شو، اوهمدارنګه په افریقاکي ۵۴ هیواد دي چی ملګري ملتونه یی په رسمیت پیژني.

بخت الرحمن بخت ………. نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x