نړۍ

وارثي: بريتانيا د فلسطيني کوچنيانو د وژلو لپاره اسراييلو ته وسلې ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د بريتاينا پخوانۍ وزيرې سعيدې وارثي، چې پر غزې د خپل حکومت د پاليسۍ پر ضد يې له خپلې دندې استعفا ورکړه وايي، چې بريتانيا د فلسطيني کوچينانو او ښځو قاتل اسراييلي ترهګرو ته وسلې ورکوي.

آغلې وراثي زياتوي، چې د فلسطيني کوچنيانو، ښځو او بوډاګانو له وژونکو اسراييلو څخه به د دوی د ظلمونو او تېريو پوښتنه کيږي.

وارثي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د غزې د بيا رغونې لپاره دې جامع او يقيني پلان جوړ کړي.

سعيده وارثي وايي، چې اسراييل به ډېر ژر د بشري جرمونو په تور نړيوالې محکمې ته وړاندې کړی شي.

د بريتانيا د لومړي وزير مرستيال هم د سعيده وارثي د استعفا دغه پرېکړه ستايلې او له لومړي وزير ډيويډ کيمرون څخه يې غوښتي، چې اسراييلو سره د وسلو سوداګريز تړون لغوه کړي؛ ځکه چې اسراييل د دوی په وسلو ولسي وګړي وژني.

وړمه ورځ هم يوې بريتانوۍ ورځپاڼې «انډيپينډينټ» د يو شمېر کره اسنادو له مخې ليکلي و، چې اسراييل د بريتانوي وسلو تر ټولو ستر سوداګر هېواد دی او اسراييل په ګرده نړۍ کې د بريتانيا جوړې شوې وسلې خوښوي او پر غزه د فلسطيني ولس پر ضد هم ډېری کارول شوې وسلې د بريتانيا جوړې شوې وسلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x