افغانستان

افغان حکومت: که امریکا له خپل دريځ ونه ګرځي، افغان حکومت به هم په خپله پالیسۍ له سره غور وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت په یوه اعلامیه کې ګوتڅنډنه کړې چې که د افغانستان د ملي شتمنیو په اړه امریکا له خپل دريځ څخه ونه ګرځي، افغان حکومت به هم مجبوره وي چې د امریکا په اړه په خپله پالیسۍ له سره غور وکړي.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د امریکا له خوا د افغانستان بانک اسعاري زېرمو کې خپلسري تصرف د افغانانو په حقه حقوقو تیری بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د ستمبر  ۱۱مې پېښې په افغانانو پورې هېڅ تړاو نه درلود او د دې پېښې په بهانه د افغان ولس په شتمنۍ کې هر ډول تصرف کول، څرګند تیری او ظلم دی.

اعلاميې زیاته کړې ده چې د افغانستان د ملي شتمنیو سره غیرمسؤولانه چلند د افغانستان اسلامي امارت سره د شوې توافقنامې ښکاره مخالفت دی او هم دا ډول کړنې ترسره کول په افغانستان کې په خپلو شل کلنو جنایاتو د پردې اچولو هڅه ده.

افغان حکومت په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی چې که امریکا غواړي له نړیوالې ملامتۍ څخه ځان وژغوري، له افغانانو سره هم خپلې اړیکې خرابه نه کړي، باید له خپل دغه تصمیم څخه منصرف شي.

افغان حکومت پر امریکا غږ کړی چې د افغانانو شتمنۍ بلاقید و شرطه خوشې کړي، له پاروونکو کړنو او داسې اعمالو څخه لاس واخلي چې د لا ډیرې بې اعتمادۍ سبب ګرځي.

د یادونې وړ ده چې ایران، چین او پاکستان هم د افغانستان بانک اسعاري زېرمو په اړه غبرګونونه ښودلي دي او ټینګار یې کړی دی چې د افغانستان د ملي شتمنیو څخه د استفادې په اړه تصمیم باید افغانان ونیسي.

چین او ایران بهرنیو چارو وزارتونو بیا د امریکا وروستی تصمیم چې د افغانستان اسعاري زېرمو نیمايي به د ستمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو کورنیو لپاره ساتل کیږي، له افغانانو څخه ښکاره غلا ګڼلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا د افغانستان ملی شتمنی ده نه شخصی د طالب یا د فعلی حکومت مال. امریکا خو بالکل حق د دی نلری چی دا پیسې په خپل سر تقسیم کړی. راغلو دی ته چی فعلی حکومت څه کوالی شی چی له سره غواړی غور وکړی. یو څو کسه امریکایان به مو ایسار کړی وه کنه په هوایی ډګر کی خو تاسو طالبان د هغوی امنیت نیولی وه. اوس یی په سفارت ورشی یا د امریکی د پیښور قونسل دا خوا را انتقال کړی تاسی چی بلوچ پاکستانیانو ته په لاس ورکوی هغوی دی هم یو دوه کسه امریکایان تاسو ته… نور لوستل »

خوګياڼي

د افغانستان اسلامي امارت او د نړۍ ټول مسلمانان بايد په دى خپل سر خلاص کړي چې امریکا په هيڅ ډول په افغانستان او نړۍ کې يو سوچه اسلامى نظام نه مني. چې ښکاره بيلګې الجزایر، تيونس، مصر او افغانستان دئ. مونږ د نړۍ په مسلمانانو غږ کوو چې د افغان مسلمان ولس مرسته وکړي چې افغانستان د نورې اسلامي نړۍ ته د يو سوچه اسلامى نظام په لرلو سره ښه ماډل او مثال شي. او په خپله افغانان باید د اسلامى امارت په تقويه کولو کي ايمانى، اسلامي او افغاني وجيبه ادا کړي. امریکا دې پوه شي چې په… نور لوستل »

مجاهد

خوګیانی صاحب ، ستاسی نظر ستاسی نه د قران نظر دی ، اسلام او کفر یو بل نه شی منلای که یو پوره کیږی هغه بله محوه کیږی دوی نه پخلا کیدونکی دریز لری اسلام سوله او کفر شر غواړی د اسلام سوله د اسلامی عدالت او اسلامی قانون په واسطه تر سره او د کفر شر د هغه حرص له امله دی چه فطری بدمرغو کی وده کوی او د اسفل سافلین یا تر ټولو ذلیله مقام ته رسیږی هغه انسان په انسانی شیطان یا دجال بدلوی د هغه د توبی دروازه په ژوندینی هم بنده شی د هغه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx