روغتیا

«که د نړۍ ۷۰ سلنه وګړي واکسين شي کرونا ختميږي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د روغتيا نړيوال سازمان مشر تيدروس ادانوم ګيبريسوس ويلي وخت راغلی چې د کوويد-۱۹ ناروغۍ ختمه شي خو ددې لپاره بايد خلک د واکسينو شرط پوره کړي.

د سویلي افریقا د واکسین یوې فابریکې ته د لیدنې پرمهال د روغتیا سازمان مشر ګیبریسوس څرګنده کړه، موږ هڅه کوو د نړۍ ۷۰ سلنه وګړو په واکسینولو د کرونا وبا د روان کال تر نیمایي/جون جولایي میاشتې پورې له سختې مرحلې څخه راوباسو.

د فرانس خبري اژانس AFP د روغتیا نړیوال سازمان د مشر په حواله لیکي چې د کووید-۱۹ مخنیوي کې خلک اختیار لري که وغواړي ددې مخنیوی کېدلی شي، «دا زموږ په لاس کې دی او دا د اختیار خبره ده«.

ښاغلي ګیبریسوس وویل چې «د واکسینو نرخ او د ذخیره کولو محدودیت به وکولی شي په لوړه کچه نړۍ کې واکسین تطبیق شي، او دا به د کرونا په مخنیوي کې غوره ګام ثابت شي».

یاد سازمان هیله څرګنده کړې چې روان کال به د کووید-۱۹ ضد واکسینو بهیر شپږ سلنه چټک کړي تر څو د ۲۰۲۲م کال تر پایه د نړۍ ۷۰ سلنه وګړي واکسین شي.

بل لوري ته د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې که د واکسینو تطبیق چټک نشي د کرونا د پای ته رسېدو خوبونه بې تعبیره پاتې کیږي، ځکه چې اوسمهال دغه ناروغي په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو روانه ده.

په نړۍ کې اوسمهال د کرونا نوې بڼه اومیکرون په پراخه کچه خپریږي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا که څه هم دا بڼه زیاته وژونکې او خطرناکه نه ده خو ناواکسین شوي کسانو ته خطر پېښولی او روغتون کې بسترېدو ته مجبورولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx