نظــر

د بایډن له اوړو جوړه پزه لا هم کږه ده

ابوبکر خپلواک

موږ مؤمنان یو، دا ځای د شکرانې دی، ځانونه هم له یو بله پکې کم نه شمارو، ډېر کله یې اظهار په کږو لارو هم کوو، موږ څه زموږ ابا او اجداد هم د خپلې مسلمانۍ، نیکۍ او دیندارۍ تذکر په عامه مجالسو او مساجدو کې کوي، دا پر ځای پرېږده صوفیانو مو کله ناروا کا، د ذکر لپاره غږ لرونکې تسبېح او هغه اذکار ټاکي چې پکې د شونډو حرکات ډېر وي، مانا افغانان او پښتانه ټینګه مسلماني د خپل عزت یو اپشن ګڼي، چې دا هم داسې.

آسماني دین له هغې خورا پراخ دی د کوم برداشت چې موږ اکثریت! کوو، په خدایي دین سم او پوره عمل مؤمن ته د عزت تر څنګ په هر ډګر کې بریا هم ورکوي، مؤمن نه باید یوازې د خپلو فرضي عباداتو اړوند پوښتنې په دې دین کې ولټوي. ځکه محمدي دین او منهج د خپلو پیروانو لپاره د سیاست، طبیعت، اقتصاد، ټولنیز ژوند، او کفر شناسۍ اړوند ډېر څه لري.

همدا دین موږ ته کفر او خپل دښمن پوره تعريفوي، څېره، اعمال او افکار یې راته په ډاګه کوي، همدا راته وایي چې باطل مو دوست نشي جوړېدلای، دښمني به پالي تر قیامته، که مات او ټوک، ټوک هم شي بیا هم خپله دښمني نه پرېږدي یوازې لار بدلوي او بیا را ګرځي. دین موږ تل ځيرکتیا ته رابولي.

د پورته قرآني قول په بنیاد آمریکه او ټوله کفري نړۍ زموږ ابدي دوښمنان دي، دوي یوازې هغه وخت موقت دوستي پالي چې خپل جیب ته یې مفاد وي. دلته د امريکا ماتې خورا بربنډه واقعه ده. هغوي چې لا هم دلایل لټوي هسې له وخت سره دوښمني پالي کنه مخالف او د ابدال د ټاټوبي ټول کاڼي او بوټي د اشغالګرو په ماتې شاهد او ګواه دي.

دلته د جابرې امریکې او ورسره د ملې نړۍ نظامي شکست داسې مثال لري لکه د کلي د خان خاندان چې د کلي د یو بېچاره او مظلوم کلیوال له خوا سم فرش شي، بیا نو خان کله کرار کیني، د اوړو پوزه حتمن ځان جوړوي، که یې نور وس هم نه رسي، خو په پر خپلو برېتو لاس وهي او خپل تربرو ته وایي چې پر یو بله لار به انتقام ضرور اخلم.

د امریکا پرتوږ هم په اوچته کچه د خپلو حریفانو په مېځ همداسې وښوېد، دلته بوش پیل وکا، اوباما یې پل تعقیب کړ، ټرمپ خپله تګلار بدله کړه او بايډن بلآخره پښې سپکې او اوس له خپلې دروازې را غاپي. د میلیارډي شتمنۍ غصب د غرب د یو بلې متفاوتې حربې پیل دی.

د نظام عزم او هڅو، د هېواد جغرافیوي موقیعت، حالاتو او علتونو ته په پام ممکن چې بايډن به خپل پرېکړه بیا ځلې واخلي، ځکه امریکې خپله نوموړې بودجه د افغان ملت مال او ملکیت ګڼله دا چې نن پرې بدون له کومه دلیله تصرف کوي او په نظام باندې یې د فشار یو آله ګڼي دا خپله په اصل کې موجوده نظام ته اهمیت ورکړه ده. دوي خپله هم غواړي چې خپل داغداره لمن او ناپاکه څېره همداسې د پردې تر شاه پټه وساتي، بایډن ته خو آن خپل ملت او نورې نړۍ هم د غله لقب ورکړ.

خیر؛ اصل هدف ته را ګرځم. د مؤمن افغان او خاص کره د پښتون یوه اېکۍ هم په زور قبضه کول پدې قام نهایت سخته تماميږي. خو موږ باید څه وکړو، اړتیا څه ده؛ له ښه دقت او تفکر وروسته راته همدا یو ځواب او لار پاتېږي چې سره متحد شو، د نظام ننګه نن په سخته ورځ وکړو، خپل بېهوده مصارف را ښکته، تېر با وقاره ماضي ته ستانه او بیا ځلې ځیږه افغانان له ځان جوړ کړو، اې افغانانو راځئ نور له خپلې شړۍ سره پښې وغځوو، موږ که صابر او زیار کښ اولس له ځانه جوړ کړو خپله به حالات او مستقبل موږ ته د بیا ځلي برم آنګازې کوي.

بیا ځلې هم وایم! چې منسجم افغان ټبر کولای شي د جابر جوبایډن توره ټنډه د اتحاد په سیخ سره وداغي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx