ټولنیزه برخه

د اجتماعي خدمت کونکو لپاره څلويښت ملغلرې

حشمت الله مياخيل

١.د خپل نيت اصلاح کول.
٢.د هميشه لپاره په هر ځای کې له اللّٰــه تعالٰی وېرېدل.
٣.د ټولو خلکو په حق کې خير خواهي اختيارول.
٤.نيک اخلاق خپلول.
٥.د نرمۍ اخلاق خپلول او له سختۍ څخه ځان ساتل.
٦.له خلکو سره نرمي او آسانتيا کول او په خلکو بې ځایه سختي نه کول.
٧.له بې ځایه سختۍ څخه ځان ساتل، چې دا بدبختي ده.
٨.د هميشه لپاره نېک اعمال کول، چې دا محبوب د اللّٰــه تعالٰی دی، اګر که لږ وي هم.
٩.له خلکو سره احسان کول، چې د خلکو د محبت سبب دی او له بدو کولو څخه ځان ساتل، چې د خلکو د غصې او نفرت سبب دی.
١٠. خپل حيثيت پيژندل او پرې صبر کول، چې د سلامتیا سبب دی.
١١.له خپل نفس سره مجاهده کول، چې دا حقيقي جهاد دی.
١٢.له کافرانو سره په مال، نفس، او ژبه جهاد کول.
١٣.هر چا ته خپل حيثيت ورکول او افراط او تفريط نه کول.
١٤.د قدرمنو خلکو قدر کول.
١٥.کارونو خپل اهل ته سپارل.
١٦.د خلکو خدمت کول، چې د مشرۍ سبب او د مشر وظيفه ده.
١٧.زيرک او بيدار اوسيدل او دوه ځله نه دوکه کېدل.
١٨.په شک او تردد کې اچوونکی شی پرېښودل او له بې تردده شي څخه استفاده کول.
١٩.د مشرۍ په حالت کې عفوه کول، چې د وطن او د نظام د ډېرې بقاﺀ سبب دی.
٢٠.اسلامي او اجتماعي خدمتونو کول، چې د ډېر ثواب سبب دی.
٢١.هر شخص مسؤل دی او له هريو څخه به د خپل مسؤليت پوښتنه کېدای شي.
٢٢.په ديني او اجتماعي کارونو کې به له چا د ملامتيا څخه نه ويریږي.
٢٣.سره له تقوی څخه، نېک مال پيدا کول، چې د تقوی او د تقوی د بقا سبب دی.
٢٤.د صالح شخص لپاره په حلال مال کې هيڅ باک نشته، په کوم سره چې ديني او اجتماعي خدمتونو کېدای شي.
٢٥.له دنيا سره به محبت نه کوې، چې دا بنياد د هرې ګناه دی.
٢٦.آسوده حالي نه خوښول، چې دا د اللّٰــه تعالٰی د کاملو بندګانو صفت نه دی.
٢٧.په خرچه او مصرف کې ميانه روي اختيارول، چې دا په ژوند کې د اطمينان سبب دی.
٢٧.په معنوي او مادي اسبابو سره د فقر د ختمولو هڅه کول، ځکه چې دا خصوصاً په اوس وخت کې د کفر سبب دی.
٢٩.د اللّٰــه تعالٰی لپاره تواضع کول، چې دا د اطمينان او ترقۍ سبب دی، او له کبر څخه ځان ساتل، چې دا د تنزیل او ناکامۍ سبب دی.
٣٠.د خپل امير جايز اطاعت کول، چې دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اطاعت دی او د امير له نافرمانۍ څخه ځان ساتل، چې دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم نافرماني ده.
٣١.په تکليف او سهولت، خوښۍ او ناخوښۍ او په هغه وخت کې چې امير بل چا ته په تا ترجيح ورکړي، په ټولو حالاتو کې د امير شرعي امر اوريدل او منل.
٣٢.له خپل امير څخه د ناخوښۍ د حالت د حالت د لېدو په وخت کې صبر کول.
٣٣.مشرانو ته کنځل او بد، نه ويل، او دوي ته د اصلاح دعا کول، ځکـه چې د دوي اصلاح د خلکو د اصلاح سبب دی.
٣٤.حاکمانو ته کنځل نه کول بلکه دوي دعا کول، چې الله تعالٰی د دوي زړونه په خلکو نرم کړي.
٣٥.متحد اوسيدل، چې دا د اللّٰــه تعالٰی د نصرت سبب دی.
٣٦.په پوره اخلاص او همت سره کار کول، چې الله تعالٰی ته خوښ صفتونه دی او له ريا او ضعيفه همت څخه ځان ساتل، چې دا صفت الله تعالٰی ته ناخوښ دی.
٣٧.استخاره او د اهل خلکو سره مشوره کول، چې له دې سره انسان له نااميدۍ او پښېمانتيا څخه بچ کيږي.
٣٨.چا درنه مشوره وغوښته، نو درسته او صحيح مشوره ورکوه، ځکه چې دا يو امانت دی.
٣٩.د مجلسونو رازونه ساتل، چې د مجلسونو دارو مدار په امانت دی.
٤٠.خپل رازونه وساته، چې مقصد ته ورسيږي او د خلکو له حسد او ضرر څخه بچ شې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx