تاریخي پيښينظــر

د افغانستان د تاریخ یو بل زرین باب!

ذبیح الله “نوراني”
د ۱۳۵۷ لمریز کال غوایي”ثور” میاشتې په ۷مه افغانستان د یوې تورې ورځې شاهد ؤ او د پنځو لسیزو ناخوالو، ځورونو، جګړو، یتیمانو، کونډو رنډو او د هېواد د سترو ناورینونو یوازینی لامل د ۱۳۵۷ لمزیز کال د غوایي ۷مه او خونړۍ کودتا وه، چې د شوروي روزل شوي ګوډاګي نور محمد ترکي په مشرۍ تر سره شوه.

تر هغې ورځې وروسته زموږ د خلکو بدبختي پیل شوه، نورمحمد ترکی د حفیظ الله امین په لاس تر وژل کېدو وروسته د اسلامي امت د مبارزو ځوانانو، علمي او روحاني شخصیتونو په شهادت رسول او ربړول پیل شول، په لسګونو زره افغانان له زندانونو، پوهنتونونو، لیلیو او ښوونځیو څخه په مرموزه توګه وایستل شول او بیا ګم‌نامه شهیدان شو، چې تر نن یې چا جسد او مقبره هم ونه لیده.

بیا د حفیظ الله امین تر وژل کېدو وروسته د ببرک کارمل تر واکمنۍ وروسته د غلامۍ حد خپل اصلي جهت وښود او د سرو لښکرو نظامي هجوز او تجاوز ته یې زمینه سازي وکړه، چې له امله یې افغان مجاهد ولس خپله مبارزه لا تُنده کړه، د میلیونونو شهیدانو په ورکولو، د کارمل واکمني او ورپسې د ډاکټر نجیب حکومت نسکور او د ۱۳۶۷ لمریز کال سلواغې”دلو” په ۲۶مه شوروي وروستني فوځیان په ټیټو سترګو د بلخ ولایت، حیرتان بندر له لارې ووتل او خپله ناکامي او ذلالت یې ومانه. دا د افغانستان په تاریخ کې درېم ځل وسله وال، جګړه‌ییز تېری ؤ، چې له سترې ماتې او زرګونو شوروي لښکرو تر تارومار وروسته، له افغانستانه کوز سرونه شړل کېږي او وځي.

افغانستان لکه څرنګه چې د سترو امپراتوریو په هدیرې مشهور دی او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې د نړۍ سترو امپراتوریو ته ماته ورکړې ده، زموږ د اتل ولس او هېواد یوه تاریخ جوړونکې ورځ چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځانګړی ځای لري او زموږ د سلحشور او مجاهد ولس اتلولي ور سره نغښتې؛ د سلواغې ۲۶ مه نېټه ده.

په همدې ورځ روسانو په افغانستان کې تر سترې او شرموونکې ماتې وروسته، په بشپړه توګه ووتل او یو ځل بیا افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه ساه واخیسته او د نړۍ خپلواکو هېوادونو په لیکه کې شامل شو.

د وخت شوروي دا ګمان هم نۀ کوو، چې له منځنۍ آسیا او افغانستان به بېرته وځي او خپل کمونیستي مکتب او مفکوره به یې په نړۍواله کچه له منځه ځي؛ خو د افغانانو مقدس جهاد او د خلکو سپېڅلې مبارزې د شوروي دهري عزم او پوچه ایډیالوژي له خاورو سره خاورې کړه. شوروي اتحاد له منځه لاړو، زموږ د شمالي ګاونډیانو”تاجکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان” په شمول ۱۵ هېوادونو ترې خپلواکي واخیسته او ستر زبرځواک شوروي اتحاد یې په وړه روسیه بدل کړ.

افغانستان د روسانو تر تیري مخکې، چې هغه وخت د امکاناتو او اسبابو په لِحاظ د نړۍ له ضعیفه هېوادونو څخه شمېرل کېدو او شوروي د هغه وخت ستر زبرځواک هېواد و او دا اراده ور سره وه، چې دوی به وکولای شي په ډېره هوسا توګه افغانستان خپله مستعمره وګرځوي او له دې لاري به ځان تودو اوبو ته ورسوي او تر هند پوري به ټول هېوادونه د ځان تابع کړي؛ خو د لوی خدای جل جلاله پرېکړه بېله وه او هغه جل‌جلاله له مؤمنانو سره ژمنه کړې چې د نړی هر طاغوتي او فرعوني ځواک به د مؤمنانو په لاس ماته خوري؛ نو دوی یې هم د افغانانو په لاس له ذلیلانه ماتې سره مخ کړل او د ستر فرعوني ځواک ټولې هیلې یې له خاورو سره خاوري کړې او افغانانو یو ځل بیا استقلال او خپلواکي ترلاسه کړه.

د خوښۍ ځای لا دا دی، چې د روسانو له ماتې وروسته مو د لوی خدای جل جلاله په مرسته د نړۍ یوه بله ستره فرعوني امپراتوري “امریکا، متحدین او جمع ناټو” ته مو هم ماتې ورکړه او بلآخره یو ځلې بیا په نړۍ کې د یو مستقل او خپلواک هېواد په توکه هسکه غاړه ګرځو.

د روسانو د ماتې پیغام!
د روسانو او اوس د ناټو ماتې ستر، ستر پیغام درلودل او لري یې، هغه دا چې هېڅکله باید په دنیوي وسایلو او امکاناتو پوره توکل ونۀشي او د اسبابو ډېرېدل د هېڅ موفقیت لامل نه ګرزي، چې د غرور کچې ته سړی ورسوي.

همداراز د روسانو او امریکایانو ماتې موږ ته دا درس راکوي، چې هېڅ‌کله باید څوک په افغانستان کې د پردیو ګټو د خوندیتوب او ساتنې لپاره هڅه ونکړي، ځکه دلته د پردویو فکرونو او ګټو تحمیلول هېڅ نتیجه نه ورکوي او تل به له ماتې او فاحش شکست سره مخ کېږي.

همدارنګه موږ ته هم دا هیله راکوي چې که موږ د خپل خدای جل جلاله په راسخه لار روان و اوسو او د خپل ولس ملاتړ راسره وي د نړی هېڅ ځواک او قوت مو مقابله نه شي کولای او تل به بری زموږ په برخه وي.
دوهم پیِغام یې دا دی، چې د مسلمانانو وحدت، ټینګ عزم، د لوړو اهدافو لپاره مبارزه، استطاعت او صبر د دې لامل ګرځي، چې د سترو ځواکونو پر وړاندې مبارزه او مقابله وکړو. او که غواړو چې تل بریالي ، سرلوړي او عزتمند واوسو باید اتفاق، لوړ عزم، راسخه عقیده او د خدای جل جلاله په لار مستقیم ولا شو او چا ته اجازه ورنکړو چې په ژبي، سیمي او نورو نومونو مو وویشي.

که اتفاق ونه لرو، بیا به هم لکه د پخوانیو طاغوتي قوتونو تر ماتولو وروسته یو فقیر او له هره اړخه محتاج ولس واوسو.
د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو واکمني د کفارو د ډېرېدو او مادي امکاناتو له امله له منځه نه ده تللې؛ بلکې د مسلمانانو د بې اتفاقۍ او اختلافاتو له امله له منځه تللې او هر کله چې کفارو د مسلمانانو په سیمو حملې کړې لامل یې د مسلمانانو خپل‌منځي اختلافات دي او بیا تر ټولو ستره بدبختي دا ده، چې بیا یې یوه ډله مسلمانان ملګري شوي او د مسلمانانو په وړاندي یې د کفارو سره دوستۍ ته لومړیتوب ورکړی.
همداراز کله چې د اسلامي هېوادونو یو شمېر واکمنانو چې د کفارو غلامۍ ته لبیک ویلی او د خپل هېواد او حکومت په وړاندي غداري کړې؛ کفار توانېدلي چې د دوی حکومت او واکمني له منځه یوسي او خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، ځکه همدا مسلمانان د خپلو مسلمانانو په عاداتو او ضعیفه نقطو ښه پوهېږي او په آسانۍ سره کولای شي د اسلامی هېوادونو ضعیفې نقطې پیدا او تسلط پرې ولري.

کله چې روسانو هم افغانستان اشغال کړ د نورمحمد ترکي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب په ګډون یو شمېر پلورل شوې څېري ورسره یوځای شوې او روسانو ته یې د اشغال زمینه مساعده کړه او تر اشغال وروسته یې د هغوی د ګټو د خونديتوب لپاره عملي هڅه وکړه او د هغوی هدفمندو غوښتنو ته یې زمینه سازي کوله.

همدا راز کله چې امریکا او همکارانو یې په افغانستان یرغل راوړ یو شمېر افغانان ورسره ملګري شول او د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره یې له هېڅ راز جنایت او خیانت څخه مخ وانۀړاوه او د افغانانو په شهادت، کورونو بمبارولو او نورو ظلمونو په تر سره کېدو کې له امریکایانو څخه زیات د امریکایانو افغانو اجیرانو لاس درلود.

د غلامۍ نتیجه:
سره له دې چې مسلمانو غدارانو د خپلو کفارو بادارانو د خوښۍ لپاره له هېڅ ظلم او وحشت څخه دریغ نه دی کړی او د کفارو تر هیلو یې زیات هغوی ته غلامي کړې؛ خو له دې هر څه سره، سره کفار ترې نه دي خوشحال شوي او وروسته تر هغه چې کفارو اسلامي هیوادونه نیولي خپل مسلمان اجیران یې تشویق او تقدیر لا څه چې ژوندي او روغ هم نه دي پرې اېښي. دلته د ځینو سیاست نماوو په وینا، چې “امریکا زموږ څخه د پیپسي بوتل په څېر استفاده وکړه او خالي بوتل یعنې “افغان ملګري” یې پر ډېران وغورځول.
دا ځکه کفار هم پوهېږي چې یو مسلمان چې له خپل هېواد، دین او ولس سره غداري کوي نو له ماسره یې بیا نه کوي؟ او کله چې یې له ماسره شخصي ګټې پای ته ورسېږي، بیا به راسره ملګرتیا او دوستي وکړي؟ هېڅ‌کله نه! ځکه غدار ته تر هر څه خپل واک،قدرت او مادیات مهم دي او د هغه د قدرت او مادیاتو تر لاسه کولو لپاره خپل دین او هېواد پلوري.

اوس هم هغه غداران چې هېواد یې پرېښود او نورو هېوادونو ته وتښتېدل که په افغانستان کې د دوی سرګذشت وګورئ ټول د مادیاتو، شخصي ګټو او قدرت تږي و، اوس یې بیا هم همغو هېوادونو ته د غلامۍ لاس نیولی، “چې لکه د پیپسي تش بوتل په څېر یې ترې کار واخیست” تر څو بیا په غلامۍ سره خپلې شخصي ګټي، مادیات او قدرت یو ځل بیا تر لاسه کړي.
نو راځئ نور غدارانو ته وخت ورنکړو، اتفاق او اتحاد وساتو، له شخصي ګټو او د قدرت له جنون څخه تېر شو او خپل دین، هیواد او ملي منافعو ته صادقانه خدمت وکړو.

اوس ښه زمېنه مساعده ده، قوي متعهد اسلامي نظام لرو او د خدمت لپاره ټولې لارې راته خلاصې دي، که په اخلاص او پوره تقوا سره خدمت وکړو په لنډ وخت کې به له سیالو هېوادونو سره سیال هیواد ولرو. ان شاء الله!
و من اللهِ التّوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx