افغانستاننړۍ

پاکستان: په هندي غنمو بار افغاني لاریو څخه به هېڅ ډول مالیات نه اخیستل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل):  پاکستاني چارواکو د هند له خوا مرسته شوي ۵۰زره ټنو غنمو د پاکستان له لارې د انتقال په اړه جزییات خپاره کړل.

ډان ورځپاڼې د فواد چودري له قوله لیکلي دي چې دغه غنم به په افغاني لاریو کې انتقالیږي او د حق العبور په شمول هېڅ ډول مالیه به له واګه څخه تر تورخم پورې ترې نه اخیستل کیږي.

د راپور له مخې اسلام اباد د هندي غنمو د انتقال په اړه ټول انتظامات بشپړ کړي دي او د پریکړې له مخې ۶۰ افغان لارۍ به له افغانستان څخه واګه سرحد (لاهور) ته ځي او له هغه ځایه به اټاري (هند) ته سفر کوي څو د هندي چارواکو څخه غنم ترلاسه کړي.

د پاکستان ګمرکاتو یو مسوول ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د حکومت د پریکړې سره سم دوی به له افغان مسوولینو چې له هنده غنم راوړي هېڅ ډول مالیه نه اخلي.

د هند حکومت له یوه افغان ترانسپورتي شرکت سره هوکړه کړې چې له مخې به یې دغه شرکت خالي لارۍ د تورخم له لارې واګه سرحد (لاهور) ته لیږي. کله چې دغه لارۍ د تورخم له لارې پاکستان ته داخلیږي، د ټولو لاریو کلک امنیتي چیک به کیږي.

د هند و  پاکستان تر منځ د شوې هوکړې له مخې  هند په اټاري کې به هندي مسوولین له هندي لاریو کوزوي او افغاني لاریو کې به یې باروي. افغاني لارۍ به بېرته واګه ته راستنیږي چېرې به چې پاکستاني امنیتي مسوولین د دغو لاریو امنیتي پلټنه کوي او د ګمرک مسوولین به د توکو پلټنه کوي. تر تصفیې وروسته، لاریو ته به افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کیږي چې په تورخم کې به یو ځل بیا د دې لاریو پلټنه کیږي.

د راپورونو له مخې د غنم د انتقال سلسله به د فرورۍ د ۲۲مې څخه پیل شي او د یوې میاشتې په اوږدو کې به ټول غنم انتقال شي.

د ګمرک مسوولینو ویلي دي چې افغان چارواکو د ټولو موټرچلوونکو هویت (پاسپورت، تذکره او نور) د لاریو نوعیت، جوړونکی شرکت، د لارۍ ظرفیت، راجستر نمبر او نور اسناد د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او د هند له حکومت سره شریک کړي دي.

د ګمرک مسوول ویلي دي چې « افغان چاروواکو ته مو خبر ورکړی دی چې په ټولو لاریو کې چې د پاکستان له خاورې استفاده کوي   ټریکنګ آلې (هغه آلې چې مخې د لاریو موقعیت معلومیږي) انسټال کړي. موټر چلوونکو ته به د ګمرک مسوولینو له خوا په تورخم کې موقت سرټیفیکت  ورکول کیږي. مسوولینو به د دغه سرټيفیکیټ بار کوډ په واګه سرحد کې مسوولینو ته ایمیل کوي. مسوولین به یاد سرټيفیکیټ او دوی ته لېږل شوی ایمیل کې بار کوډ دواړه ګوري او تر تایید وروسته به لاریو ته اجازه ورکول کیږي چې هند ته داخل شي».

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي دي چې د پاکستان کابینې د پاکستان له لارې د هندي غنمو د انتقال اجازه ورکړې ده. هغه زیاته کړې چې کله موږ له ټولې نړۍ غواړو چې له افغانانو سره مرسته وکړي نو هند څنګه ترې منع کولای شو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا غنم باید چی شپږ میاشتی مخکی افغانستان ته انتقال شوی وای خو همدا پنجابیانو تر اوسه پوری بند پریښی وو. اوس هم باور نکیږی چی دا غنم به څه وخت افغانستان ته رارسی. د هند په غنمو هم پنجاب غواړی چی خپل احسان پر افغانانو بار کړی (پدی غنمو به هیڅ ډول مالیات نوی). د هند په خیراتی غنمو یی هم زړه دی چی مالیات وضع کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx