افغانستان

افغانستان او اروپايي اتحاديې تر منځ په قطر کې مذاکرات پيل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان او اروپايي اتحاديې تر منځ په قطر کې خبرې اترې پيل شوي دي.

د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی دی.

د افغان حکومت او اروپايي اتحادیې پلاویو تر منځ خبرې اترې نن سې شنبه د سلواغې په ۲۶مه پیل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دواړه لوري به په مختلفو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي چې له منځه یې په کابل کې د اروپايي اتحادیې ديپلوماتیکو فعالیتونو بیا پیلیدل دي.

تر دې وړاندې افغان حکومت د قطر د علماو له اتحاديې سره هم کتلي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د اګست د میاشتې تر تحول وروسته یو شمېر هیوادونو خپل سفارتونه له افغانستان څخه قطر ته انتقال کړل او د افغان هیئت وروستی سفر له موخو یو هم دغه هېوادونو سره مذاکرات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx