ټکنالوژي

د نوکیا نوی ځیرک موبایل، په یو ځل چارجولو تر درې ورځو کارېدلی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲٦ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د نوکیا ځیرک موبایلونو شرکت د یوه داسې موبایل د جوړولو خبر ورکوي چې په یو ځل بیتري چارجولو سره تر درې ورځو پورې کار کولی شي.

د نوکیا شرکت د (نوکیا جي ۲۱) موبایل معلوماتو د خپرولو ترڅنګ ویلي چې ٥٠٥٠ ملي امپيره بیتري لري او ادعا کوي چې دغه موبایل یو ځل سل سلنه چارج شي تر درې ورځو چلیدلی شي.

نوکیا جي ۲۱ د تېر جي ۲۰ موبایل نوې نسخه ده چې د بیترۍ ترڅنګ یې یو شمېر نورې ځانګړتیاو کې غوره والی راوستی دی.

دغه موبایل چې د ۱۸ واټه چټک چارجولو وړتیا لري، د بیترۍ مودې لوړولو لپاره په (پاور سیونګ یا بریښنا سپمولو) پراخوالي کار شوی، چې په لومړۍ کچه کې ۲۰ سلنه د بیترۍ سپما کولی شئ، او په دوهمه کچه کې ۱۰ سلنه نور هم د بیترۍ سپما ممکنه کوي. یعنې تاسې کولی شئ د موبایل بیترۍ ۳۰ سلنه چارج سپما کړئ.

Nokia G21 unveiled with 90Hz LCD, 50MP camera and three day battery life

ځانګړتیاوې:

نوکیا جي ۲۱ موبایل د تېرې نسخې په پرتله پنځه سلنه نری دی، ٦.٥ انچه ایل سي ډي ډیسپلی د ۹۰ هرټرز ریفریش نرخ سره ورکړل شوې چې د نوکیا په جي سیریز موبایلونو کې له پخوا شتون لري.

خو که غواړئ د موبایل بیترۍ مو تر درې ورځو کار وکړي، ددې لپاره باید تاسې (اډاپټو موډ) وچلوئ چې له کبله به یې د ریفریش نرخ ۹۰ کچه ٦۰ ته راټيټه شي تر څو د بیترۍ خوندي کول ممکن شي.

Nokia G21 unveiled with 90Hz LCD, 50MP camera and three day battery life

 

په موبایل کې دننه د یوني ایس او ایس ټي٦۰٦ پراسیسر ځای پرځای شوی چې ممکن ددې موبایل کمزورې نکته وي، په داسې حال کې چې ۴ جي بي ریم د موبایل برخه ده.

د ذخیرې یا حافظې په هکله که ووایو، نوکیا وایي دغه موبایل کې ٦۴ او ۱۲۸ جي بي حافظه ورکړل شوې چې ترڅنګ یې د میموري کارت په واسطه زیاتېدلی شي.

په جي ۲۱ موبایل کې د اندراید ۱۱ چلوونکی سیستم شتون لري چې د وخت په تېریدو سره به اندراید ۱۲ ته اپډيټ شي، او تر دوه کالو به امنیتي اپډيټ وړاندې کړي.

Nokia首款120Hz螢幕手機G400發表G100搭載目前少見的S615- SOGI手機王

 

کامرې او بیه:

د موبایل شا خوا ته درې کامرې ورکړل شوي چې اصلي کامره یې 50 میګا پېکسله ده، ددې ترڅنګ دوه کامرې د ۲ میګا پېکسلو د عکس ژورتیا لپاره ورکړل شوي دي.

دغه راز ۸ میګا پېکسله سیلفي کامره لري، چې د عکس اخیستلو کیفیت به یې غوره وي.

د ګوتې سکینر یا کولپ یې په څنګ کې دی، په داسې حال کې چې د مخ کولپ یې له پخوا غوره کړی، که تاسې ماسک اچولی وي بیا مو هم د مخ کولپ پرانیستل کیږي.

نوکیا شرکت نړیوال بازار ته د جي ۲۱ موبایل وړاندې کولو نېټه نه ده په ډاګه کړې خو د موبایل بیه یې ۱۷۰ یورو چې شاوخوا ۱۷ نیم زره افغانۍ کیږي اټکل کړې ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx