دیني، سیرت او تاریخ

استعاذه (دعا او التجا)

احمد الله عاطفي

د استعاذې ویل په هر حال او وخت کې دعأ او التجا ده، ځکه نامريي دښمن هره شېبه د بندګانو اغوا کولو هڅه کوي، ځان ترې ساتل اسان نه دي مګر د الله سبحانه وتعالی په مرسته.

همدا راز د هر ضرر رسونکي له شره آمان غوښتل او الله سبحانه وتعالی ته پناه وړلو دعا ده.

عن خَولَة بنتِ حكيمٍ رَضي اللَّهُ عنها قالتْ : سمعْتُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقولُ : مَنْ نَزلَ مَنزِلاً ثُمَّ قال : أَعُوذُ بِكَلِمات اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ ، لَمْ يضرَّه شَيْءٌ حتَّى يرْتَحِل مِنْ منزِلِهِ ذلكَ .( أخرجه الموطأ ومسلم والترمذي وقال: حديث حسن غريب صحيح)

ژباړه:خولة بنت حكيم( رضی الله عنها) فرمايي: ما له سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه واوریدل چې فرمايل يې: هغه څوک چې له خپل منزله کوز شو، ويې ویل: پناه وړم د الله په کلمات تامه باندې، د شر له هغه څه نه چې خلق کړي يې دي، ده ته تاوان نه شي رسولی تر هغه چې دی له دې ځایه روان شوی نه وي.

(بكلمات): چې د هغه په هکله خبرې کیږي، د بیلګې په توګه پیریان…( والله عالم)

(التَّامَّات): هغه چې په دې ځای او ساحه کې مسلط وي.(والله اعلم)

وعن عبد الله بن عمر بن الخطاب (رَضي اللَّه عنهمَا) قال : كانَ رسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إذا سَافَرَ فَأَقبَلَ اللَّيْلُ قال : يَا أَرْضُ ربِّي وَربُّكِ اللَّه ، أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شرِّكِ وشَرِّ ما فِيكِ ،وشر ماخُلقَ فيكِ ، وشَرِّ ما يدِبُّ عليكِ ، وأَعوذ باللَّهِ مِنْ شَرِّ أَسدٍ وَأَسْودٍ ، ومِنَ الحيَّةِ والعقربِ ، وَمِنْ سَاكِنِ البلَدِ، ومِنْ والِدٍ وما وَلَد .(رواه أبو داود،نسايي، و…)

ژباړه: امام ابو داؤد د سیدنا حضرت عبدالله ابن عمرو(رضی الله عنهما)نه روایت کوي چې فرمايي: حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم )چې کله به په سفر کې وو او شپه راورسیده،( غوښتل يې تم شي شپه تېره کړي) فرمایل يې:

ای زمکې! زما او ستا رب الله(جل جلاله) دی، پناه وړم الله(عزوجل) ته له شرک نه او له شر د هغه څه نه چې په تاکې دي او د شر له هغه چې په تا کې خلق شوي چې ستا په مخ ګرځي، پناه وړم الله(جل جلاله) ته له زمري او تور له شره(هر هغه شی چې په نظر راځي او د شر اندیښنه ترې کیږي)، له مار، لړم او د دې ښار له اوسیدونکو(پیرانو) له پلار(ابلیس) او اولاده وو( شیاطین) څخه.

حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم ) په دعاګانو کې له هر دردونکي او ویرونکي مخلوق له شره او همدا راز د ورته عواقبو نه الله سبحانه وتعالی نه پناه غوښتې ده، چې زیات روایتونه دي، د بیلګې په توګه د مسیح دجال له شره، د قبر له عذابه… او همدا راز په هر هغه ځای کې چې د شیطان د مداخلې اندېښنه وي لکه اودس ماتي ته کیناستلو نه وړاندې په حدیث شریف کې روایت دی.

عن أنس بن مالك (رضي الله عنه) أن النبي (صلى الله عليه وسلم) كان إذا دخل الخَلاء قال: اللهم إني أَعُوذ بك من الخُبُثِ والخَبَائِث. (متفق علیه)

قرآنکریم د سیده (مریم علیه السلام) هغه پېښه چې سیدنا حضرت جبرائیل(علیه السلام) ورته راغی او دی په خلوت کې و، چې د هغه راتګ يې محسوس کړ، وویریده چې ضرر و نه رسوي، الله سبحانه وتعالی ته يې پناه یو وړه.

قال الله تبارک وتعالی: قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا.(مریم :۱۸ )

ژباړه:ويې ویل: زه رحمن رب ته له تا پناه وړم که (له الله) ویریدونکی یې.

کله سیدنا حضرت جبرائل(علیه السلام) د الله سبحانه وتعالی په آمر په انساني شکل او صورت بي بي مریمې ته راغی، چې د سیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) د پیدا کیدو زیری ورکړي، بي بي مریمه د پردې تر شاه وه، کله یې چې محسوس کړ د ده لور ته څوک نږدي کیږي، غږ يې وکړ: زه رحمن رب ته له تا پناه وړم که (له الله) ویریدونکی یې.

په ځینو روایتونو کې راغلي چې کله حضرت جبرائل(علیه السلام) د الله سبحانه وتعالی نوم واورید تر شا شو، بیا يې د الله سبحانه وتعالی پیغام ورته قرئت کړ، په قناعت سره يې د بي بي مریمې په ګریوان کې پوکی وکړ، چې په سیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) حامله شوه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx