نظــر

د دلوې ۲۶؛ امارت ته وړ‎اندیز

حفيظ الدين پيرزاده

موږ‎ له انگریز سرہ درې خونړ‎ۍ جگړ‎ې کړ‎ي، خو د یو څو نومیالیو غازیانو او شھیدانو له نومونو پرته مو ھیڅ بل تاریخي سند په لاس کې نشته.
د انگریز سرہ د جھاد اسناد، تاریخي لاسوندونه، آثار او نور ډیر کم یې په ملي میوزیم کې خوندي شوي و چې یوہ سترہ برخه یې په تیر څلویښت کلن ناورین کې له منځه تللي!
د روسانو سرہ د جھاد پر مھال ولس نژدې یو نیم میلیون شھیدان او تر دې ھم زیات معیوبین ورکړ‎ل.
د افغانستان زیر بنا نژدې ټوله خرابه شوہ!
له روسانو سرہ مقاومت که د امریکایانو سرہ تر مبارزې سخت نه و نو ترې اسانه ھم نه و!
افغان مجاھدینو حماسې وزیږ‎ولې، د نړ‎ۍ په تاریخ کې یې داسې شاھکار قلمبند کړ‎ چې بیلگه یې نه موندل کیږ‎ي.
افغان مجاھدینو ټول اسلامي ھیوادونه په ځانگړ‎ي ډول عربان د کمونیزم له ھیولا څخه وژغورل خو ھغوی د اسلامي امت له دې اتل ملت څخه د مننې پر ځای په ھغوی کې د مذھبي تنافر، افراطیت او لامذھبیت پرازیت خوشې کړ‎ل!
دا دین یواځې زموږ‎ نه و، که عربانو موږ‎ ته د اسلامي اخوت پر بنیاد د ورورۍ لاس نه شو را کولای نو د شا لخوا پر خنجر وھل خو بالکل نه و پکار!!

وړ‎اندیز:
د روسانو سرہ جھاد پرون تیر شوی خو لا اوس یې تر نیمې زیات اسناد، شواھد او آثار له منځه تللي!

اسلامي اما رت ته مو وړ‎اندیز دی چې داسې یو کمیسون ایجاد کړ‎ي چې افراد یې د ھرې ولسوالۍ ھر کلي ته لاړ‎ شي، د ھغه جھاد له بازماندہ گانو, د شھیدانو او غازیانو له کورنیو او نورو چشم دید گواھانو سرہ خبرې وکړ‎ي، ویډیوي، غږ‎یز او لیکلي پیغامونه یې درج کړ‎ي.
د ھغه مھال جھادي ادبیات، لیکل شوي کتابونه او نور آثار را ټول کړ‎ي، خوندي یې کړ‎ي تر څو مو خپلو راتلونکو نسلونو ته د ھغوی د اسلافو رښتینی تاریخ پرې ایښی وي!
ھمدا کار باید د امریکا سرہ د جھاد له تاریخي تراث سرہ ھم وشي.
دا کار ملي رسالت او په معنوي لحاظ د ډیر ارزښت څښتن دی، عملي کول یې ھم ډیر مالي امکانات نه غواړ‎ي!
که نه، د دې دوہ سترو جھادونو آثار به ھم ھماغسې ضائع شي لکه له انگریز سرہ د جھاد ھغه!
او بیا به راتلونکو نسلونو ته زموږ‎ د مجاھد ولس اتلولۍ, د استشھادیانو، مجاھدینو او طالب زلمیو د ویاړ‎ہ ډکې کارنامې د پردیو تاریخ لیکونکو په لاسونو کې وي چې څرنگ یې زړ‎ہ وغواړ‎ي ھماغسې به یې راته ترسیموي!

د امارت د مشرانو د توجه وړ‎!

حفیظ الدین پیرزادہ
د فبرورې ۱۵/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

ډیر پر ځای او د حکمت نه ډک نظر دی۔ باید جدي پاملرنه او اقدام وشي۔

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx