ورزش

د کیلیان امباپی وروستۍ دقیقې ګول پي ایس جي ته د ریال مدرید پر وړاندې بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو فوټبال لیګ په شپاړسم پړاو سیالیو کې دوه د نړۍ غوره لوبډلې (پي ایس جي او ریال مدرید) مخامخ شوې چې ځوان فرانسوي لوبغاړي کیلیان امباپی په ۹۴مه او وروستۍ دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه او د ریال مدرید پر وړاندې یې بریا خپله کړه.

پاریس سان جرمان لوبډلې په یاده لوبه کې په زړه پورې کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه او د ګول یو شمېر فرصتونه یې جوړ کړل، خو د وروستۍ دقیقې یوازینی ګول یې د ۹۰ دقیقو هڅو پایله وه.

د پي ایس جي او ریال مدرید ترمنځ سیالي په پاریس ښار کې ترسره شوه چې پاریس په ۱-۰ بریا خپله کړه.

https://twitter.com/FCBW2030/status/1493705155388350467?s=20&t=X43afdFwGlv8ALmju62KqQ

د یادې لوبې په لومړۍ نیمایي کې د لیونل میسي په ګډون د پي ایس جي لوبډلې غوره کارکردګي وښوده خو هیڅ لوبډله په لومړۍ نیمایي کې په ګول راوړلو بریالۍ نشوه چې په دې سره لومړۍ 45 دقیقې پرته له ګول وهلو پای ته ورسېدې.

په دوهمه نیمایي کې لیونل میسي ته د پينالتي شاټ وهلو فرصت په لاس ورغی چې نوموړي ضایع کړ او د ریال مدرید ګول ساتونکي ټيبو کورتوا په زړه پورې دفاع وکړه. خو د لوبې په ۹۴مه دقیقه کې کیلیان امباپی ګټونکی ګول راوړ او ریال مدرید ته یې ماتې ورکړه.

د پي ایس جي او ریال مدرید لوبډلو ترمنځ د شپاړسم پړاو دوهم لیګ به د ریال مدرید په کوربه توب د مارچ په لسمه نېټه په برنابیو مشهور لوبغالي کې ترسره شي.

بل لوري ته د اروپا اتلانو لیګ په دوهمه لوبه کې د مانچسټر سیټي لوبډلې سپورتینګ لوبډلې ته په پنځه-صفر ماتې ورکړه. ددوی له لوري ریاض محرز، برنادو سیلوا، فیل فودین او رحیم سترلینګ ګولونه راوړل.

د چمپینز لیګ شپاړسم پړاو لومړي لیګ په دوهمه ورځ د لیورپول او انتر میلان لوبډلو ترمنځ، بایرن مونشن د سالزبورګ لوبډلې پر وړاندې د پنجشنبې په ورځ د شپې په ۱۲:۳۰ بجې مخامخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx