ټولنیزه برخه

فکري جګړه او ځوان نسل

حمزه الیاس

د ملتونو د دایمي تسخیر او له جګړې پرته د هغوی د نیولو لپاره فکري جګړه تر عسکري جګړې ډېره مؤثره تمامه شوې ده.
تاریخ ثابته کړې چې پوځي تسلط تر هغو دائمي نشي پاتې کېدلای؛ تر څو چې فکري فتحې د عسکري فتحې ځای نه وي نیولی.

فکري تسخیر د عسکري تسخیر په خلاف د تل او یا اوږدې مودې لپاره وي. اوس چې صلیبيانو د امریکا په مشرۍ پر افغانستان یرغل کړی و، دوی غوښتل چي افغانستان اشغال او افغانان د آزادۍ او ډیموکراسۍ په غولوونکو نومونو غلامان وګرځوي.
خو الحمد الله صلیبيانو په افغانستان کې عسکري ‏ماتې وخوړه؛ خو له بده مرغه چې په فکري تسخیر کې یو څه کامیاب شول او افغانستان یې یرغمل کړ. دوی لاړه؛ خو ځوان کهول یې تر خپل واک لاندې راوست. د صلیبيانو کلتور، رواج، عنعنات او فکري مزاج یې پاتې شو؛ نو له همدې امله نن ځوان کهول نه غواړي، چې اسلامي قانون ته غاړه کېږدي او پر ځان یې عملي کړي. تاسو به هره ورځ وینئ، چې هلکان او نجونې مظاهرې کوي او د “زموږ حق راکړئ، موږ د کار کولو حق غواړو” شعارونه ورکوي.
اسلام هر چا ته په اسلامي چوکاټ کې خپل حق ورکړی دی.

‏ځوان نسل غواړي چې اسلامي امارت داسې حق ورکړي، څنګه چې مړې ډیموکراسۍ ورکړی و.
وړمه ورځ ډیموکراسي پلوه ځوانانو د عاشقۍ په نامه ورځ ولمانځله، همداسې نورې ورځې او د غربي فرهنګ بدې کړنې لاهم دلته رواج دي.

‏دا ټول د صلیبیانو د فکري استعمار پاتی شوني، رواجونه، عنعنات او کلتور دی، چې دا شل کاله یې د افغانستان د ځوان نسل په سرونو کې ور پیچکاري کړ.

له قلموالو او مبارزینو څخه مې دا هیله ده، چې شپه او ورځ خپل تاند قلمونه د فکري جګړې او د ځوان نسل له استعمار څخه د خلاصون لپاره وکاروي؛ تر څو راتلونکي نسلونه له فکري غلامۍ څخه آزاد شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx