دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام حقانيت او د غرب جهالت

مولوي کريم الله کامران

د متعصبو غربيانو د تاريخ په کتابونو کې د سياسي اسلام هيڅ څرک نه تر سترګو کيږي، دوی په داسې حال کې پر سياسي اسلام چشم پوشي کوي، چې سياسي اسلام څه باندې يوه پيړۍ وړاندې د نړۍ يوه لويه برخه اداره کوله او همداسې يې د ځمکې پر مخ پېړۍ پېړۍ د حاکميت واګي په لاس کې وو آن ځينې وختونو کې به د مسلمانانو متعين باج پر غرب او غربيانو پروت و.

غرب د اسلام د سرلوړۍ او سرفرازۍ پر هغه وختونو پرده اچوي، چې په هغه وختونو کې د اسلام پر جغرافيه باندې د علم او پوهې ډيوې بلې وي، هر ښار او وطن يې د خپل وخت د فنونو او علومو په سترو سترو مرکزونو اباد و او غرب د جهالت او تـاريکۍ په تروږمۍ کې د خپل ژوند وروستۍ ساګانې وهلې، اسلام چې د امـن، سـلامتۍ او ترحم دين دی، پر خپل څنګلوري غرب يې دغه خطرناک او وژونکی حالت نه لوريده، ځکه يې تل د يوه زړۀ سواند انسان په څېر خپل د پوهې او هدايت لاسونه ور اوږده کړي دي.
خو غرب چې تل د جهل مرکب کوربه پاته شوی دی، د اسلام او مسلمانانو رښتينې عاطفه او ترحم يې پر ځان پيرزو نه و، ځکه يې ځان د تل لپاره په جهالت او ناپوهۍ کې وساته او هغـه وخت څخه يې د اسلام د هدايت او علم مـخه نيولې ده، د همدې هدف لپاره مسلمانانو په کراتو مراتو هڅه او کوشـش کړی دی، چې غرب له دې تـاريک حالت څخه رابيرون کړي، د دين اسلام لمر په کې ځل بل کړي، خو د الله جل جلاله اراده بل ډول وي او ټول غرب له څه محدودې جغرافيې پرته د اسلام او هدايت څخه بې برخې پاتې شي.

غرب تل په هغه ناروا لارو چارو سر وي، چې (خدای مکړه) اسلام له پښو وغورځوي، اسلام د مځکې له مخ څخه نابود کړي، اسلام او مسلمانانو حالت تر وروستۍ اندازې پورې خراب کړي، خو دغه کار د دوی تر وسې او توان وتلی دی او تل يې د اسلام د بدنامۍ پر ځای خپل ځان بدنام کړی دی، د غرب په دښمنۍ او شيطانت د اسلام توغ پر ځمکه د تل لپاره نه دی لوېدلی، بلکې که د څه وخت لپاره اسلام مغلوب شوی وي، بيرته يې ځان راپورته کړی دی او خپل حقانيت يې خپل او پردي ته ثابت کړی دی.

غرب تر دې اندازې د اسلام سـره ضد او عقده پالي او د اسلام د حقانيت پر روښانه څېره خپل د شيطانت کمبلې غورځي، چې پرون د شلمې پيړۍ په وروستۍ لسیزه کې چې د ځمکې د مخ پر يوه وړه ټوټه (افغانستان) سياسي اسلام حاکم شو، دوی يې په وړاندې د دښمنۍ مټې رابډوهلې وې، چې د سياسـي، اقتصادي او نورو بېلابېلو بنديزونو وروسته يې د يوولسم ستمبر پېښه بهانه کړه، د نړۍ هر ډول قوانين يې تر پښو لاندې کړل او په افغانستان کې يې حاکم اسلامي نظام ړنګ کړ، تير شل کال غرب په افغانستان کې خپل د ظلم، وحشت او درندګۍ داسـې ميچنې وچلولې، چې د تمام انسانيت لپاره يې پر ټنډه تور داغ کيښود.
خو اسلام تېر شل کاله بيا د غرب جهالت او ناپوهي رد کړه او خپل حقانيت يې د نړۍ فرد فرد ته روښانه کړ، شل کاله وروسته يې د غرب له لوري د اسلام په وړاندې جوړ شوي ټول شوم پلانونو شنډ کړل، ټولې نـاولې کړنې او کردارونه يې مسخ کړل او شل کاله وروسته بيا د اسلام سپېڅلی نظام د افغانستان پر پاکه خاوره حاکم شو.
نو غرب دې نور د خپل حماقت، جهالت او ناپوهۍ څخه تـېر شي، د اسلام حقانيت ته دې ځان تسليم کړي، افغانستان دې د حاکم اسلامي نظام سره په رسميت درک کړي، د سياسي، اقتصادي او د نورو بنديزونو تر شا دې دا خوبونه نه ويني، چې اسلام او افغانستان به دوی ته تسليم شي، ځکه هغه چې د تېرو شلو کلونو د جنګونو، چاپو، بمبارونو، شهادتونو، ټپونو، بندونو، لـوږو، تندو، سـتړياوو، تکليفونو او کړاوونو له امله تسليم نه شول، اوس به هيڅکله تسليم نه شي او تل به د اسلام او افغانستان لپاره مستحکم او مضبوط ولاړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کامران صاحب ښکلی لیکنه دی لیکی زه به هم څه ورسره په دی تبصره کی ملګری کړم او هغه دا چه: سیاسی اسلام په اړه موافق نه یم ، د اسلام یو نوم سوله او بل سیاست دی اصلا سیاست هم تر سولی دمخه دی. سیاست تعریف: سیاست یوه عربی اصطلاح ده ، کله چه به یی اوښان یا اسونه چه به یی لیاری ته سمول یا ګویا کول هغه حالت ته به یی الساست ویلو، مګر انسانی ټولنه او بلاخره اسلامی ټولنه کی د سیاست تعریف داسی شوی چه د ټولنی مثبتی روژنی او پوهاونی ته سیاست وایی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx