افغانستان

طالبانو په بهرنیانو بریدګر «حماسه ساز» ګڼلي او ستایلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو پخپله خپره کړې اعلاميه کې د کابل په قرغه او د پکتیا په ولایت مقام کې په بهرنیو ځواکونو د افغانو عکسرو بریدونه ستایلي دي او د هغوی کورنیو ته يې د دې «حماسه سازانو» د بریدونو مبارکي ویلې دي.

طالبانو پخپله اعلامیه کې څرګنده کړې ده چې بهرنیان باید پر دې پوی شي چې دوی يواځې په «جهادي سنګرونو» کې له ناستو ځوانانوسره په جګړه نه دي بوخت، بلکې د اعلاميې په قول د امریکایانو لپاره په خوندي ځایونو کې هم ډېری ځوانان پر دوی باندې د برید لپاره شېبې شماري.

دغې اعلاميې په نورو امنیتي ځواکونو هم غږکړی چې له خپله مهم موقف او موقعیت نه ګټه واخلي او په «جهاد» کې سهیم شي.
یاده اعلامیه چې یوه کاپي نن ټکی اسیا ته هم رارسېدلې ده تاسې ته کټ مټ خپروو:

په کابل اونوروسیمو کې د با احساسه افغان عسکرو لخوا د ګڼو بهرنیو يرغلګرو د وژل کيدو په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

د تیرې سه شنبې په ورځ د کابل په قرغه کې د دښمن په نظامي روزنتون کې د پکتیا ولايت د اوسیدونکي با احساسه افغان عسکر اتل شهید رفیق الله لخوا په امريکايي او نورو اشغالګرو جنرالانو او عسکرو کلک ګوزار وشو چې له امله يې د یولوړرتبه جنرال په شمول ګڼ شمير بهرنيان قتل شول، اسلامي امارت دغه دستاينې وړ کارنامه شهید شوي عسکر ، دهغه کورنۍ او د ټول افغان ولس لپاره د افتخار وړ تاریخي کارنامه بولي او دمتعال رب تعالی له دربار څخه سرښندونکي عسکر ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي.

دغه قهرمان عسکر چې څو کاله يې په ياده نظامي اکاډمۍ کې په دښمن د دغه راز برید لپاره شیبې شميرلې وي زموږ دهېواد د زرين او له افتخاره ډک تاريخ په تر ټولو زرينوپاڼو کې به يې ياد باقي پاتي وي او لکه د تير تاريخ قهرمانان چې د نن ورځې افغانانو لپاره د لارې مشال ګرځيدلي، همداسې به د دغه عسکر ميړانه هم زموږ راتلونکو نسلونوته د آزادۍ ګټلو اهميت او قيمت څرګندوي.

د کابل د تاریخي برید سره هم مهاله په روزګان او پکتیا ولایاتو کې هم په دښمن له دننه څخه اتلوال بریدونه ترسره شوي دي او دښمن ته په کې درانه تلفات اوښتي اسلامي امارت د ټولو هغو بااحساسه عسکرو جهادي عملیاتو ته چې په دښمن باندې له داخل څخه ګوزار کوي د قدر په سترګه ګوري او په کارنامو یي ویاړي .

موږ د دې ترڅنګ چې د يادو پیښو دحماسه سازانو غزا او شهادت دالله تعالی په دربار کې قبول غواړو او کورنیوته یي مبارکي وايو، امریکايانو او ټولو اشغالګرو ته ور په زړه کوو چې دغه بریدونه د دوي لپاره دعبرت څخه ډک درس وو چې باید دوي يې درک کړي، په افغانستان کې يواځې په جهادي سنګرونو کې ناست مجاهدين نه دي چې د بهرنيو سره دکرکې او دخپلې ديني فريضې د اداکولو په اساس داشغالګرو قوتونو سره په جګړه بوخت دي، بلکې په ټول هيواد کې حتی په هغو نظامي مصئونو ځايونو کې هم دغه راز ميړني په کار ګمارل شوي چې امریکايان يې د ځانونو لپاره نسبتا دامن ځای بولي .

موږ دکابل په اداره کې په کار ګمارل شوو نورو عسکرو، پولیسو او امنيتي کسانو ته هم وايو چې د دغه باشهامته قهرمانانو لاره تعقيب کړي، او دخپل خورا مهم موقف او موقعيت څخه د کفارو په ضد په دې پراخه مبارزه او جهاد کې ونډه واخلي، ترڅو هم د الله جل جلاله رضا حاصله کړي او هم زموږ د راتلونکونسلونو لپاره د حماسه سازو شخصيتونو په څير د قدر وړ ځای ولري او دهغوی د رهنمايي سبب وګرځي.

د افغانستان اسلامي امارت

 ۱۴۳۵/۱۰/۱۱هـ ق

 ۱۳۹۳/۵/۱۶هـ ش ـــ 2014/8/7م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x