افغانستان

د افغانستان بانک شپږسوه او اتلس ميليونه زړې افغانۍ وسوځولې 

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ٢٧ لیندۍ، ۱۴۰۰ل):  د افغانستان بانک وايي چې شپږ سوه او اتلس ميليونه زاړه او مندرس افغانۍ بانکنوټونه سوځولي دي.

د افغانستان بانک په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې سوځول شوي بانکنوټونه سلګون، شلګون او لسګونه ول چې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته وسوځول شوې.

د افغانستان بانک زياته کړې چې دوى دغه کار د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ کړى دى.

د افغانۍ بانکنوټونو د سوځولو پر مهال د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا وویل چي د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه د ټولو ملي مسئولیت دی او له خلکو یې وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو و ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې راټول شوي زاړه او له کاره لویدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانګړو کُرو ته انتقال او په یو ځل وسوځول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx