افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی: امریکا د طالبانو پر وړاندې د هیڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي چې امریکا به د اسلامي امارت پر وړاندې د هیڅ وسله والې ډلې ملاتړ ونه کړي.

د راپورونو له مخې ټوماس ویسټ زیاتوي چې امریکا غواړي د افغانستان اوسني حکومت سره په ګډه د اصلاح لپاره کار وکړي، تر څو هغوی خپل حکومت ټولګډونه کړي، او هر څه د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي امریکا کې د سولې انستیتیوت ته د وینا پرمهال وویل، «امریکا به هیڅکله د اسلامي امارت پر ضد د مقاومت ډلې ملاتړ ونه کړي او د سیمې له نورو هېوادونو هم د ورته دریځ غوره کولو غوښتنه کوي».

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې په تېره نږدې کې یې له طالبانو سره ریښتینې او ګټورې خبرې درلودې، خو نوموړي په دې تړاو نور وضاحت نه دی ورکړی.

د تېر کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته چې شاوخوا شپږ میاشتې تېرې شوي، افغانستان کې هیڅ وسله وال مخالفت په فزیکي توګه شتون نه لري.

توماس ویست وایي چې اوسمهال په افغانستان کې امن دی او هیڅ وسله وال فعالیت شتون نه لري، خو نوموړي اندېښنه ښودلې چې د هوا په ګرمېدو سره ممکن وضعیت بدل شي او د طالبانو پر ضد بریدونه پېل شي.

د افغانستان اسلامي امارت د توماس ویست ددغو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.

بل لوري ته ویسټ د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن پریکړې ته په اشاره وویل چې له دغه فرمان څخه ناسم مفهوم اخیستل شوی او ځینې برخې یې ناسمې خپرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، «په اصل کې دا فرمان د افغانستان د ۳.۵ میلیارده ډالرو د ساتنې او د افغانستان د خلکو د ګټې لپاره دی، او د ۳.۵ میلیارده نورو ډالرو په اړه به محکمه پرېکړه کوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ځیرک څارونکی

امریکایان باید پدې پوه شی چی نور نه دوې ددې نړي یواځینې پاچاهان دي او نه دا امکان لري چي هر څه چي دوې غواړي نو هماغه به کیږي له مغرضانه، ظالمانه او د افغانستان په داخل کې له فتنه پارونکو کړنو او په داخلي چارو کې له لاسوهني نور باید لاس په سر شي. بد معاشي او قلدری ئې نوره نه چلیږی او نه ئې نور څوک په غولونکو او پوچو شعارونو او خبرو تیروزی ټول پوهیږی چي غوا توره او شیدې ئې سپینې دي نو بنأ باید دا فغانستان ځمکنیو حقایقواو واقعیتونو ته غاړه کیږدي نه دې نور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx