افغانستان

د افغان حکومت پلاوي د اروپايي هېوادونو له سفيرانو سره کتلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د هيواد د بهرنيو چارو وزيرمولوي امير خان متقي د قطر پلازمينه دوحه کې د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د ۱۶ اروپايي هيوادونو له سفيرانو سره د افغانستان په وضعيت خبرې کړي.

په دغه ناسته کې د هيواد په اقتصادي وضعیت، بشري حقوقو، بشري مرستو، سیاسي اړيکو، ښوونيزو او ټولنيزو چارو او ښوونکو په معاشاتو خبرې وشوې او د غونډې برخه والو له افغانستان سره د هر اړخيزې همکارۍ ژمنې وکړې.

د اروپايي هيوادونو استازو وويل نړيواله ټولنه اماده ده چې د بشري مرستو په برخه کې اغيزناک ګامونه واخلي.

د هيواد د بهرنيو چارو وزير د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې افغان خاوره به د هيچا په خلاف استعمال نکړي.

په غونډه کې د امريکا له لوري د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ په اړه هم بحث وشو او ښاغلي متقي وويل چې دا د منلو وړ نه ده چې يادې پیسې دې د بشري مرستو او یا هم د غرامت په توګه مصرف شي.

د هيواد د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امريکا شارزدافير جان جانسن د کنګل شويو پيسو د وېش په اړه وويل چې په دې اړه رسنيو د بايډن خبره غلطه تعبير کړې او تمه يې وښودله چې ښايي يادې پيسې د افغاانستان بانک ته وسپارل شي.
په غونډه کې د اروپايي هيوادونو او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه د دا ډول ناستو په جوړولو ټينګار وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نصرت

امیر خان متقی او شیخ عبدالباقی حقانی دواره چندان شیان نه دی. دوی دیر ضعیفه خلگ دی. کیدایسی دواره په دینی علومو کط مو پوه وی خو دیپلوماسی او سیاست اوم یریت نه پوهیژی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx