
زابل: ژوره څاه کې د لویدلي ماشوم ژغورلو هڅې لا هم روانې دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان په سویل ولایت زابل کې یو کوچنی ماشوم په ژوره برمې څاه کې لویدلی چې له تېرو دوه ورځو راهیسې یې د ژغورلو هڅې روانې دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي، روغتیایي حالت یې ښه دی، او د ژوندي ساتلو لپاره اکسیجن او خوراکي توکي ورښکته شوې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویدیوګانې او عکسونه ښيي چې د درنو ماشینونو په واسطه د ماشوم د ژغورلو پراخې هڅې روانې دي او د څاه په لور په داسې حال کې ژوره کنده ویستل کیږي چې ماشوم ته زیان هم ونه رسیږي.
زابل ولایت جلدک سیمه کې د هغه ماشوم د ژغورنې کار روان دي چي يوې ژورې څاه ته لويدلی
ماشوم ۶ کاله عمر لري فعلا یې صحي وضعه ښه ده
د ژغورنې کار په احتياط پر مخ ځي ترڅو ماشوم په سالمه توګه ترلاسه شي
سیمې ته د زابل والي او نور مسولين پر وخت حاضرشوي او خاصې سپارښتنې یې کړې. pic.twitter.com/J2SdDj5TdB— Ahmadullah wasiq (@WasiqAhmadullah) February 16, 2022
د منصور حافظ په نوم د يو ساختماني شرکت مشر محمد طاهر ثاقب چهارشنبه اطلاعات روز ته ویلي چې تېره ورځ يو ماشوم د اوبو برمې ته لويدلی دی، چې د بيرته را ايستلو لپاره يې لاهم هڅې روانې دي.
د نوموړي په وينا، دغه ماشوم لا هم ژوندی دی او روغتیايي وضعیت يې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی، هغه زیاتوي، «مونږ د ماشوم د را ايستلو لپاره په يو تونل کار پيل کړی، چې تر ډېره بريالي شوي يو، خو په مخ کې يوه ډبره را پيدا شوې، چې زمونږ د کار مخه يې نيولې ده.».
بل لوري ته د ویاند مرستیال احمد الله وثیق وایي چې د پېښې ځای ته د زابل والي او نور مسئولین هم رسېدلي چې ویستونکو ته یې سپارښتنې کړې دي.
دا پېښه دوه ورځې وړاندې د زابل ولایت مرکز قلات ښار جلدک سیمي اړوند شوخک کلي کې رامنځته شوه چې یو ماشوم ژورې او تنګې د اوبو برمې څاه ته لویدلی دی.
د زابل د جلدک څاه ته لويدلي ماشوم تازه حال:
د زابل ولايت دفتر رئيس احمد مختار د صحت عامې رئيس او ورسره طبي ټيم، د فوائد عامې سرپرست او د ساختماني شرکتونو مرسته کونکي ټيمونه ساحې ته رسيدلي او کوشش روان دی چي ماشوم وژغوري. pic.twitter.com/T6MMHjgigV— د زابل اطلاعات او فرهنګ رياست (@ICzabul) February 15, 2022
له سیمې ځايي خبریالان وایي چې دغه ماشوم شپږ کاله عمر لري او په ۳۵ متره ژوره څاه کې لویدلی، خو د څاه تنګوالي له کبله ماشوم په ۱۷ مترۍ کې بند پاتې دی.
دوه اونۍ وړاندې په مراکش هېواد کې ورته پېښه رامنځته شوه چې له څلورو ورځو راهیسې په یوه څاه کې د لویدلي ماشوم هڅې روانې وې خو بالاخره مړ راوویستل شو.
د یادونې ده چې تېر کال اپریل میاشت کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې هم یو ماشوم هغه مهال مړ راوویستل شو چې له دریو ورځو راهیسې یې د راویستلو هڅې روانې وې.
اسلام عليکم
که ماشوم په کويي کي لاس او پښي خوځولي شي او په خبره يي لږ سر خلاصيږي، نو اسانه لار يي دا هم کيدلي شي چي د پراشوټ دکمربند په څير يو کمر بند دپړي په واسطه ورکښته شي او هلته هغه ماشوم خپلي پښي او لاسونه پکي ور دننه کړي او را وويستل شي