نړۍ

حماس په غزه ښارکي دنارینوو له لوري دښځو پرسینګارولو باندي بندیزولګاوه

ghaza_hair_salon(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۰۶) دفلسطین په غزه ښارکي دحماس ډلی دهغو دکانونو دبندولو امرکړیدي چیري چي به نارینه وو دښځو ویښتان برابره ول.

له سیمي څخه عیني شاهدان وایی تراوسه پوري لالیدل کیږي هغه دکانونو چی نارینه وو پکښي دښځو ویښتان برابرول خلاص دي، خوکله چي تیره ورځ یوکس چي دښځو دویښتانو دسمولو دکان یی درلود اوپه دکان کي یی کارکونکي ټوله نارینه وو چي دښځو ویښتان به یی برابره ول دسیمیزو پولیسو له لوري ونیول شو.

 له هغه وروسته اوس نور دکانداران هم په ویره کي دي تراوسه پوري یی دکانونه خلاص دي خو ښځي  په دکانونوکي نه لیدل کیږي، دسیمي خلګ وایی دحماس ډلي دا اقدام ځکه پورته کړ چي په دي وروستیو کی ورباندي نیوکه کیدلي چي دحماس ډله اوس هغه اولني دحماس ډله نده اوسني حماس دپخواپه پرتله ډیر ازاده خیاله اوموډریټ ده.

که څه هم دنارینوو له لوري دښځو سینګارول اویاویښتان لنډول غیراسلامي عمل دي خو په غزه کي تراوسه پوري داسي دکانونه لیدل کیدل چي دنارینه وو له لوري به ښځي سینګاریدلي.

له تیري ورځي راهیسي ډيري نارینه سنګارکونکي لیدل کیږي چي دخپلو دکانونو مخي ته بیکاره ناست دي، دعدنان بارک په نامه سره یوه نارینه سینګارکونکي خبري رسنیو ته وویل، له تیرو ۲۷ کلنو څخه مي دغه کسب وو او اوس مي ښه تجربه پکښي پیداکړی وه، اوس چي دغزي حکومت له لوري چي دحماس دګوند له لوري اداره کیږي، زمونږ په کارونه باندی بندیز ولګیدی، له بیکاري سره مخ شوی یم او کوم بل کارهم نشم کولای، ځکه دخپل دکان ومخي ته بیکاره ناست یم.

خو په غزه کي دحماس ډله وایی دوی ځکه دهغو مرکزونو دبندولو امرورکړی دی چيري چی دښځو سینګاردنارینه وو له لوري ترسره کیږي، ځکه چي په غزه کی دډیرو خلګو  غوښتنه وه چي دغه مرکزونه دي بند شي.

بخت الرحمن بخت…………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x