شعـــــرونه

غل وپيژنئ/ وصيل

صبغت الله وصيل

غل هغه مه ګڼئ کوډۍ نه چې هګۍ پټوي
يا د لمانځه مهال جومات څخه څپلۍ پټوي

غل هغه څوک دی چې منصب کې شخصي ګټې غواړي
وينې مې زبېښي د ولس مې شتمنۍ پټوي

غل هغه څوک دی چې تر اوسه پردۍ ګټې پالي
د بل په خوښه مې ټيکری د مورکۍ پټوي

وروره که زه و ته په خپل کور باندې نشو خفه
خونه به ړنګه شي، پردي زموږ کړکۍ پټوي

غل هغه څوک دی احتکار، سود او قمار چې کوي
نرخونه پورته کړي، جيبو نه مو روپۍ پټوي

غل هغه څوک دی چې روغتيا سره مو لوبې کوي
عاجل مريض څخه سيروم او پيچکارۍ پټوي

مخ تورول افشاء کول يې زه واجب ګڼمه
چې مې له وران ويجاړ دفتر، ميز او چوکۍ پټوي

تاسې او خدای له دې به ستر خيانت چيرته وي چې
د يتيم حق خوري او د کونډې غاړکۍ پټوي

له ذو الجلاله، يې دارينو کې رسوا غواړمه
چې د شهيد د وينو څاڅکي ګل غوټۍ پټوي

راعي د خدای په خاطر ويښ شه او ځيرک اوسيږه
ليوان ګډ شوي، رمه خوري او بيا کيږدۍ پټوي

څو حرفوي غله راټول شوي دي د غلا په خاطر
د ملت مال په ډير هنر او چاپلوسۍ پټوي

راعي نور مه پريږده په پاک صف کې ناولي خلک
چې سپين بيرغ داغداروي يا مې پګړۍ پټوي

راعي د دې خلکو تعقيب کې ډير جديت پکار دی
بدنام به زه، هلاک به زه، ډالر به دی پټوي

لاس يې دې لنډ، او پاس په دار باندې دې وځړيږي
څوک چې د خوار ولس له خولې څخه مړۍ پټوي

وصيله! پام کوه، احتياط کوه، ونه ښويېږې
ورځ د حساب شته حق داران به بيا نېکۍ پټوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx