ټولنیزه برخه

هېر شوی سنت…….مشرانو ته دعاء

صبغت الله وصيل
منم چې مشکلات شته، نيمګړتياوې او تېروتنې شتون لري، ځکه مشران معصوم او ملکې نه دي، په ټولنيزو رسنيو او واټساپ ګروپونو کې تخريب او شکايتونه ورځ تر بلې په ډيريدو دي، زما په فکر دا د حل لاره نه ده، د حل لاره مشرانو ته نصيحت او خيرخواهي ده او د خيرخواهي ستره برخه هغوی ته دعاء ده، چې متاسفانه موږ له پامه غورځولې ده.

زما هدف هيڅکله دا نه دی چې د نصيحت نورې لارې چارې دې مهجورې او پريښودل شي او يوازې په دعاګانو دې اکتفاء وشي، بلکه د يو مسلمان په حيث زموږ دا عقيده او باور دی چې د دعاء غشي خطاء نه ځي، خامخا ثمرات له ځانه سره لري، که څوک يې مني که يې نه مني، زموږ د تېر شل کلن جهاد په بري کې دعاګانو ستر رول لاره.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: ستاسې غوره امامان (اميران) هغه دي چې تاسې هغوی ته دعاګانې کوئ او هغوی تاسې ته دعاګانې کوي. مسلم شريف
له اسلافو څخه مشرانو او پاچايانو ته لاندينۍ دعاګانې نقل شوي دي چې د (حفظه الله) ترڅنګ يې موږ بايد نن سبا د مشرانو له نومونو سره رائجې کړو.
أصلَحَه اللهُ
سدّدَهُ الله
قَوَّی اللهُ عزمَهُ
أَصلَحَ اللهُ به
شدَّ اللهُ أزرَه
ځينې علماوو أطال الله بقاءه دعاء مکروه ګڼلې ده.
له دې پرته ټول بايد لاندينۍ دعاګانې له هر لمانځه وروسته عادت وګرځوو.
اللهم وَلِّ امورَنا خِيارَنا ولا تُوَلِّ أمورَنا شِرارَنا وسُفهَاءَنا.
اللهم وَفّق وُلاةَ أمورِنا لما فيه خير العباد والبلاد
اللهم لا تسلط علينا من لايخافک ولا يرحمنا بذنوبنا
نو راځئ خپلو مشرانو ته دعاوې وکړو چې الله تعالی په ورسپارل شوي امانت کې کومک ورسره وکړي، له خيانت او عجز څخه يې وساتي، د ښه خدمت کولو توفيق ورپه برخه کړي، علمي قوت، صائبه رايه، بصيرت او للهيت ورته نصيب وګرځوي، په ولس يې مهربانه کړي ترڅو اوفق بالشرع او ارفق للناس پريکړې او تصميمونه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx