افغانستاننړۍ

د پاکستان خيبر طبي پوهنتون کابل کې يوه څانګه پرانیزي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ٢٧ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان مشهور طبي پوهنتون ‘خيبرمډيکل يونيورسټي’ پلان لري چې په کابل کې د افغان محصلینو لپاره يوه څانګه پرانیزي.

ډان ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي دي چې دغه خبره د خيبر طبي پوهنتون رئیس پروفيسر ډاکټر ضياﺀ الحق په پېښور کې د افغانستان جنرل قونسلګرۍ له يو هيئت سره په کتنه کې کړې ده.

په دغه کتنه کې د خيبر طبي پوهنتون رئیس وويل چې اوسمهال زرګونه افغانان د پاکستان په مختلفو پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

هغه زیاته کړه چې خيبر طبي پوهنتون نه يواځې دا  افغان محصلینو ته په طب پوهنځي کې تعليمي خدمتونه وړاندې کوي بلکې په نرسنګ، فزيوترافي، عامه روغتیا او نورو برخو کې ورته ټريننګ هم ورکوي.

هغه وویل چې په کابل کې د خيبر طبي پوهنتون د څانګې خلاصولو لومړۍ موافقه د پاکستان د لوړو زده کړو کميسيون او نور اړونده ادارو څخه اخيستل شوې ده.

د  خيبر طبي پوهنتون په ٢٠٠٧ز کال کې تاسيس شوى دى او په طبي زده کړو کې د پاکستان يو له معتبرو پوهنتونونو ګڼل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خیبر پوهنتون یو غیره دولتی موسیسه ده چی غواړی د ډاکټر په جامه کی مونږه ته جاسوسان راولیږی او هم خپل بزنیس وکړی. پاکستان که د افغانانو له غمه مړ دومره مړ دی نو په افغانانو د دا تور نه لګوی چی له افغانستان څخه دری قسمه ترهګر پاکستان ته د ورانکاری لپاره راځی. پاکستان تر اوسه هم د هند خیراتی غنم د افغانانو لپاره بند ساتلی او نژدی دی چی خوسا شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx