روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: تېره اونۍ د کرونا مثبتې پېښې ۱۹ سلنه راټيټې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې تېره اونۍ په نړۍ کې د کووید-۱۹ مثبتې پېښې ۱۹ سلنه ټيټې شوي، په داسې حال کې چې د مړو شمېر لا هم مستحکم پاتې دی.

د ملګرو ملتونو روغتیایي ادارې د کرونا وبا په اړه په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې یوازې تېره اونۍ په ټوله نړۍ کې د کووید-۱۹ شپاړس ملیونه مثبتې پېښې او شاوخوا ۷۵ زره مړینې راپور شوې دي.

راپور زیاتوي چې تر ټولو کمې پېښې په سویل ختیځې اسیا کې رامنځته شوي چیرته چې د شمېرو کچه ۳۷ سلنه ټيټه شوې ده، خو بل لوري ته تر ټولو ډیرې پېښې په لویدیځ ارام سیمو کې ثبت شوي چې ۱۹ سلنه زیاتوالی دی. ددې سربېره په منځني ختیځ کې د مړینې کچه ۳۸ سلنه پورته شوې ده.

د جان هوپکنز پوهنتون شمېرې ښي، په امریکا کې لا هم هره ورځ له ۲ زرو زیات کسان د کرونا ویروس له ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې د امریکا ۶۴ سلنه نفوس بشپړ واکسین شوي، او ۲۸ سلنو اضافي/بوسټر دوز هم لګولی دی.

د اومیکرون پراخوالي سره په نویو قضیو کې تر ټولو زیات شمېر روسیه کې ثبت شوی، همدارنګه په ختیځه اروپا کې هم د اومیکرون پېښې دوه چنده زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي په ټوله نړۍ کې د کرونا نور ډولونه لکه الفا، بیټا او ډیلټا پېښې مخ پر کمېدو دي، ځکه چې اومیکرون یې ځای نیسي، خو ویل کیږي چې د اومیکرون بڼه خطرناکه نه ده.

د اومیکرون په کموالي سره په نړۍ کې د ویروس له کبله وضع شوي محدودیتونه مخ پر کمېدو دي او هېوادونه د نړیوالو پرمخ خپلې دروازې پرانیزي.

د یادونې ده چې تر دې دمه په نړۍ کې د کووید-۱۹ له ۴۱۵ ملیونو زیاتې پېښې ثبت شوي او د یادې ناروغۍ له کبله ۵.۸ ملیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx