نظــر

د افغان حکومت فعاله دیپلوماسي او نا اعلان شوی رسمیت

رحمت الله فیضان

هغه څه چې ډېر مهم دي هغه د افغان دولت فعاله دیپلوماسي ده، اسلامي امارت و توانید چې په ډېر کم وخت کې له ټولو هغو هیوادونو سره اړیکې جوړې کړي، کومو چې د اسلامي امارت اعضاء د ترورستانو په نامه پېژندل او په خپلو تورو لستونو کې یې ورته ځای ورکړی و، اوس هماغه هیوادونو له اسلامي امارت سره د روابطو جوړولو پر سرد رقابت په حال کې دي، د اسلامي امارت ټول بهرني دښمنان پر دې باور شول چې له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله هیڅ لار نه لري، د همدې فعاله ديپلوماسۍ په پایله کې د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د اسلامي امارت پر وړاندې به د هیڅ وسله والې ډلې ملاتړ ونه کړي دا تر ټولو ښه خبر ځکه دی چې یو شمیر افغانانو وېره درلوده چې د اشغالګرو قواوو په وتلو سره به یو ځل بیا د افغانستان د داخلي دښمنانو پر مټ کورنۍ جګړې پیل شي.

بله خبره چې د افغانستان د فعالې ديپلوماسۍ لاسته راوړنه ده هغه هم د امریکا د خاص استازي ټوماس ویسټ دا خبره ده چي وایي: امریکا غواړي د افغانستان اوسني حکومت سره په ګډه د اصلاح لپاره کار وکړي، تر څو هغوی خپل حکومت ټولګډونه کړي او هر څه د خبرو له لارې حل کړي.

که څه هم اسلامي امارت یو ټولګډونه حکومت دی نه یې د چا د کار حق سلب کړی نه یې د چا د تعلیم او تحصیل حق سلب کړی، هماغه د پخواني نظام ټول کارمندان پر خپلو دندو برحاله دي او ډیریو کسانو ته په کاري بستونو کې ارتقا هم ور کړل شوې، په کاري بستونو کې ارتقا په تېر فاسد نظام کې څه آسانه خبره نه وه، د زرګونو ډالرو په مصرف سره به یو مامور له ټیټ بست څخه لوړ بست ته ارتقا کوله، هغه څه چې د افغانستان اسلامي امارت لپاره ډېر مهم دي هغه د افغان ولس ښیرازي ده او په دې برخه کې ګړندي ګامونه اخیستل کیږي، په دې لاره کې اسلامي امارت هیڅ ډول غفلت نه کوي، د ولس مشروع غوښتنې کومې چې د دوی طبعي حق دی، د هغوی د بر آورده کولو لپاره اسلامي امارت جد و جهد کوي، د نجونو د تعلیم مسئله ده، د مېرمنو د کار مسئله ده، په دې ټولو مسائلو کې د یو خوندي چاپیریال د مهیا کولو په صورت کې به دغو ټولو ته رسیدګي کیږي، نجونې به مکتبونو او پوهنتونونو ته ځي، په همدې شکل باندې به میرمنې کارونو ته ځي او ددې ترڅنګ به هیڅ ډول اضافي فشار د افغانستان په مجاهد ولس نه وضعه کیږي، بیا هم اسلامي امارت هڅه کوي چې د اصلاحاتو پر لور آهسته خو درانه ګامونه واخلي افغانستان نور له فساد څخه خوندي دی او هڅه کیږي چې شفافیت په کامله توګه تأمین شي، اسلامي امارت په دې برخه کې د هر چا نېکو مشورو ته هرکلی وايي ځینې هیوادونه کوشش کوي چې د مشورو پر ځای امر ونهې وکړي افغانانو ته اوسنی نظام چا په تحفه کې نه دی ورکړی او نه یې د فساد او درغلیو په نتیجه کې تر لاسه کړی، افغانان به د خپل نظام د څرنګوالي په برخه کې د هیچا امر ونهي ونه مني د افغانستان د خارجه پالیسۍ یو اصل دا دی چې موږ مثبته بېطرفي ساتو، موږ له هیچا سره هیڅ ډول ستونزه نه لرو، موږ له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره، د سيمې او نړۍ له هیوادونو سره دوستانه روابط غواړو، که مو چا ته خیر رسیده هغه به رسوو ولې د هیچا لپاره د شر نیت نه لرو، اسلامي امارت د دوحې پریکړې ته ژمن دی هیچاته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د چا پر خلاف استعمال کړي همدا راز هیچا به هم اجازه ور نه کړي چي د افغانانو لپاره د امر او نهي فرامین صادر کړي.

د تېر کال اګست میاشت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته چې شاوخوا شپږ میاشتې تېرې شوي، افغانستان کې هیڅ وسله وال مخالفت په فزیکي توګه شتون نه لري د امریکا خاص استازی هم په دې اعتراف کوي چې اوسمهال په افغانستان کې امن دی او هیڅ وسله وال فعالیت شتون نه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د فعالې ديپلوماسۍ بله لویه لاسته را وړنه په قطر له خلیجي او اروپایې هیوادونو سره ناسته وه د اسلامي امارت استازو د خلیجي هیوادونو له استازو سره په ګډه غونډه کې په بشري، اقتصادي، سیاسي او دوامداره اړیکو په باب خبرې وکړې او پر دې هم خبرې وشوې، څرنګه اسلامي هیوادونه کولی شي چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې نورمال حالت ته را وګرځوي، په دې ناسته کې د خلیجي هیوادونو استازو په اتفاق سره وویل چې په افغانستان کې هیڅوک هیڅ ډول د لاسوهنې حق نه لري، همدا راز ځینو هیوادونو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به مرستندویه دفترونه پرانیزي.

اخوا ته د قطر په غونډه کې د اسلامي امارت استازو د ۱۶ اروپايي هيوادونو له سفيرانو سره د افغانستان په وضعيت خبرې کړي په دغه ناسته کې د هيواد په اقتصادي وضعیت، بشري حقوقو، بشري مرستو، سیاسي اړيکو، ښوونيزو او ټولنيزو چارو او د ښوونکو د معاشاتو په اړه خبرې وشوې او د غونډې برخه والو له افغانستان سره د هر اړخيزې همکارۍ ژمنې وکړې.
د اروپايي هيوادونو استازو وويل نړيواله ټولنه اماده ده چې د بشري مرستو په برخه کې اغيزناک ګامونه واخلي.

د هيواد د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیرخان متقي چې د افغان پلاوي رييس و، د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې افغان خاوره به د هيچا په خلاف نه استعمالیږي.

په غونډه کې د امريکا له لوري د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ په اړه هم بحث وشو او ښاغلي متقي وويل چې دا د منلو وړ نه ده چې يادې پیسې دې د بشري مرستو او یا هم د غرامت په توګه مصرف شي.

د هيواد د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امريکا شارزدافير جان جانسن د کنګل شويو پيسو د وېش په اړه وويل چې په دې اړه رسنيو د بايډن خبره غلطه تعبير کړې او تمه يې وښودله چې ښايي يادې پيسې د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

د افغانستان پورتنۍ فعالې دیپلماسۍ ته په کتو سره داسي بریښې چې نړیوالو په ضمني ډول د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پيژندلی چې دا یو نا اعلان شوی رسمیت دی چې ډير ژر به یې ان شاالله د اسلامي امارت د مدبرانه هڅو په نتیجه کې د نړیوالو له لوري د رسمیت اعلان هم وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx