
برازیل کې ځمکې ښووېدنې او اورښتونو نږدې ۱۰۰ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د لاتیني امریکا په یوه هېواد برازیل کې د سختو اورښتونو او ځمکې ښووېدنې له کبله نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ زیات ټپيان دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د برازیل په پیتروپولس ښار یوې غرییزه سیمه کې سخت اورښتونه وشول چې له امله یې پر کورونو ځمکه وښووېده، او لسګونه کسان او کورونه یې لاندې کړل.
د پیتروپولس ښار ښاروال ویلي چې د مړو شمېر ممکن ډیر شي، ځکه چې لسګونه کسان لا هم د ځمکې لاندې دي او تر دې دمه ۲۱ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.
د (ریو دې جنیرو) ایالت والي ځایي پولیسو ته ویلي، «ډیرو خټو او اوبو، موټرونه له پولو ځړېدل او غورځېدل وضعیت نږدې د جګړې په څېر کړی دی».
د نوموړي په وینا چې ټول درانه ماشینونه یې سیمې ته استولي او د ژغورنې ۱۸۰ ډلې د خلکو په راویستلو کار په سر شوې دي.
د یاد ایالت د اور وژنې څانګې د سه شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې په دغه ورځ یوازې په دریو ساعتونو کې ۲۵.۲ سانتي متره باران شوی، چې په ټولیز ډول د تېرو ۳۰ ورځو څخه زیات و، دوی زیاتوي چې د سختو خټو له کبله کاروونکي نشي کولی اصلي ځای ته ځانونه ورسوي چې ایسار شوي کسان وژغوري.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې موټرونه او کورونه د ځمکې ښووېدنې له کبله ښوییږي او د سیمې په کوڅو کې اوبه تیریږي.
Deadly Floods: State of Emergency in Brazil's Rio de Janeiro
At least 23 people have died after torrential downpours left streets completely flooded and cars were swept away. Landslides have also been reported.#brasil #riodejaneiro #flood pic.twitter.com/YnBxXaRNjr
— 5 News Australia (@5NewsAustralia) February 16, 2022
د یادونې ده چې ۱۱ کاله وړاندې په ۲۰۱۱م کې هم په دغه سیمه کې سخت بارانونو او طوفانونو سلګونه کورونه ویجاړ کړي وو، او شاوخوا ۹۰۰ تنه یې وژلي وو.