نړۍ

اوباما په عراق کې د اړتيا پر مهال د هوايي بريدونو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما عراق کې خپلو پوځيانو ته امر کړی، چې د اړتيا پر مهال دې د اسلامي دولت پر ځواکونو هوايي بريدونه پيل کړي.

اوباما وايي، چې د عراقي بحران تر ټولو ګواښنده ځای دا دی، چې د اسلامي دولت ځواکونو د پلازمينې بغداد شمال کې نيمه کردي سيمه نيولي او که نوموړي ځواکونه د بغداد پر لور حرکت وکړي، نو د امريکايي اتباعو او عسکرو د ژغورني لپاره دې د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد هوايي بريدونه پيل شي.

اوباما زياته کړه، د نړۍ هرګوټ کې، چې د امريکا ګټو او د امريکايي اتباعو امنيت ته ګواښ متوجه وي، دوی به د دغه خطر او ګواښ له منځه وړولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کوي.

اوباما وايي، چې له ۲۰۱۱م کال راهيسې، چې امريکايي ځواکونه له عراقه وتلي، دا به لومړی ځل وي چې د امريکا هوايي ځواک عراق کې د خپلو ګټو او امريکايي اتباعو د ژغورنې لپاره د بمبارۍ پلان لري.

اوباما زياته کړه، چې د اړتيا پر مهال به د عراقي پوځيانو او کردي مليشو د مرستې لپاره هم امريکايي جيټ او بې پيلوټه الوتکې د اسلامي دولت پر ځواکونو بمباري کوي، تر څو د هغوی د پرختګ مخه ونيسي او تر خپله وسه کوښښ وکړي، چې په شا يې وتمبوي.

اوباما وايي چې دی تر اوسه په دې حيران دي، چې د عراق په اړه خپله پريکنده تګلاره اعلان کړي؛ ځکه چې، که دوی يو ځل بيا خپل عسکر عراق ته د جګړې لپاره ليږي، نو دا به د امريکا لپاره يو بل ناورين وي او که يې نه لېږي، هلته د اسلامي دولت ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي او د دوی پر مختګ امريکا انديښمنه کړې ده.

اوباما بيګا شپه يو امريکايي تليوزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکايي ولس له جګړې ستړی دی او دوی به هيڅکله هم عراق ته خپل ځمکني پوځونه ونه ليږي؛ ځکه چې دوی نه غواړي يو ځل بيا عراق کې خپل ځواکونه د مرګ ډګر ته وليږي.

اوباما خپلو عسکرو ته امر کړی، چې يوازې د اړتيا پر مهال دې د اسلامي دولت پر ځواکونو هوايي بريدونه کوي او اوږدې جګړې څخه امريکايي ولس ستړی شوی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x