افغانستان

امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ٢٩ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نيويارک او لاس انجلس کې قونسلګرۍ تړي.

د امريکا بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته په يو مکتوب کې چې د فرورۍ په ١٨مه يې  ليږلى دى راغلي دي چې تر يوې مياشتې پورې بايد افغانستان سفارت او قونسلګرۍ بايد تعطيل شي.

امریکا بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې سټي بانک چې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه يې تړلي دي کولاى شي د سفارت د کارمندانو حقوق ورکړي.

بل لوري ته د تېر رژيم سفيرې عادله راز هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په يوه ليک کې ويلي دي چې نور نه غواړي په يواځې ځان کار ته ادامه ورکړي نو غواړي چې له دندې ګوښه شي.

دوى د امریکا له حکومت غوښتي چې په دغه هېواد کې د پاتې کيدو لپاره ورته زمېنه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx