افغانستان

زابل: څاه ته د لویدلي ماشوم جسد راوویستل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د زابل ولایت په مرکز قلات ښار جلدک سیمه کې درې ورځې وړاندې د حیدر په نوم کوچنی ماشوم د اوبو برمې څاه ته لویدلی و چې شېبه وړاندې راوویستل شو.

د زابل ولایت مسئولین وایي چې ماشوم د راویستلو سره سم عاجل طبي اړتیاوې رسېدلې وې خو له معایناتو وروسته وموندل شوه چې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زابل ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شرافت ویاړ ددې پېښې په تایید د ویدیو له لارې چې پر خپله ټویټر پاڼه یې خپره کړې وایي، «لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه وه له څو ورځو راپدیخوا په زابل ولایت کې یو ماشوم څاه ته لویدلی و نن مو د هغه جسد ترلاسه کړ خو متاسفانه چې ژوند یې له لاسه ورکړی و».

په زابل ولایت کې یو شپږ کلن ماشوم د اوبو ۳۵ مترۍ څاه ته لویدلی و چې د تنګوالي له امله په ۱۷ مترۍ کې بند پاتې و. هغه تر دوه ورځو ژوندی و او له څاه څخه یې د ژړا غږ اوریدل کېده خو په وروستیو کې یې د ژوند او مرګ برخلیک نامعلوم شوی و.

د ماشوم د راویستلو لپاره مرکزي حکومت خپلې ټولې اړتیاوې په کار واچولې تر څو د ماشوم ژوند وژغورل شي، خو په وروستیو کې د ځینو ډبرو رامخته کېدو د کیندلو کار ځنډنی کړ چې بالاخره ماشوم مړ راوویستل شو.

په ټولنیزو رسنیو د زابلي ماشوم د ژغورنې لپاره په کورنۍ او نړیواله کچه غږ پورته شوی و، او هم یې له حکومتي چارواکو د مرستې غوښتنه کړې وه.

د ماشوم د ژغورنې د عملیاتو بهیر څارلو لپاره د هېواد سرپرست دفاع وزیر محمد یعقوب او یو شمېر لوړپوړي چارواکي د پېښې ځای ته تللي وو.

د یادونې ده چې تېر کال په هلمند ولایت کې هم ورته پېښه رامنځته شوې وه چې ماشوم له راویستلو وړاندې خپل ژوند بایللی و.

ددې سربېره تېره میاشت په مراکش هېواد کې د ریان په نوم کوچنی ماشوم د برمې څاه ته لویدلی و چې دغې پېښې نړیوال غبرګون خپل کړی و خو هغه هم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

الله پاک دي دا معصوم شهيد حيدر ته جنت فردوس ور په برخه کړي او درني کورني ته دې الله تعالى صبر ورکړي. آمين يارب

طوطی

انالله و انا الیه راجعون.
امارت چی د یوه ماشوم ژوند نشی ژغورلی نو هیواد او د هیواد د وګړو ژوند به څنګه وژغوری کنړ خو لا پریژده؟ ډیر د افسوس ځای دی چی پدی د تکنالوژی عصر کی زمونږه یو ماشو ۹۶ ساعته په څاه کی بند پاتی کیږی.
امارت ته: الله ج تاسو ته دروښوده چی تر دی به ډیر سخت مصیبتونه او طبیعی آفات پر تاسو راشی ولی مو د الله ج احکام پر ځای نکړل، واعدو الهم ما استطعتم… ۶۰ الانفال

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx