دیني، سیرت او تاریخ

د امت په جوړونه کې د علماوو مسؤلیت

حسين احمد ملاخېل
مونږ به اسلام او مسلماني د خپلو علماوو، مدارسو او د خپل دین د مراجعو څخه اخلو، خو هغه عالمان چې له دین سره وفا، تهعد، اخلاص او د هدف ارتباط لري، نۀ دا چې له دین سره د تجارت او موقف ارتباط ولري.

که د کمونیزم د راتګ مخکې په افغانستان کې تخمیني لحاظ (دوه نیم لکه) کلي وو، که هر کلي کې یو جومات فرض کړو بیا که هر جومات کې پرته له مؤذن او معاون څخه صرف یو تن ملا ونیسو نو مونږ مخکې د کمونیزم څخه (دوه نیم لکه) خطیبان درلودل، اوس آیا دومره شمیر کې عالمانو د کمونیزم په باره کې(دوه نیم لکه) مقالې، رسالې او کتابونه ولیکل؟

ایا د کمونیزم راتګ یواځې د یوې ورځې خبره وه که د کلونو کلونو کار ورته شوی و؟
بلکې مسلسل کارونه ورته شوي وو. کمونیزم د دومره ملایانو په شتون کې وکولای شول چې کلیو، بانډو، درو، مکتبونو او پوهنتونونو، ځوانانو، کاریګرو اتحادیو، فوځ او پولیسو ته ورسیږي، خو زمونږ د کلي ملا لا خپل کلي ته ونۀ رسید. ددې معنی دا نۀ شوه چې ملا قصداً نه غوښتل، بلکې ملا چې کوم نصاب کې روزل شوی و، بس د هغه دین همدومره و. تردې اخوا فتنو، ګمراهیو او وارد شوو جهالتونو او د مختلفو ایډیالوژیو په اړه ورسره نه پانګه وه نه یې غم ورسره و. نن چې مونږ د اسلامي نظام څښتنان یو، کلي، مساجد، خانقاوې او ملایان هم ډیر دي علماء مو د صلیبیت، نصرانیت، سیکولاریزم او د نورو غربي نظریاتو په مقابل کې څومره فعال دي؟ څومره یې خلک پوهه کړي چې غربیان زمونږ د دین، هیواد، فرهنګ او د امت مسلمه دښمنان دي؟

اوس د دین او بې دینۍ ترمنځ د تفاوت لپاره چې څومره احساس او شرعي علم پکار دی دا په نصاب کې ځای کول پکار دي. سمه ده چې دیني نصاب کې د عباداتو ځینې ثابت مسائل لکه تیمم، اودس، زکات، حج، نفاس، حیض او صدقات شته، خو د نن وخت مشکلاتو په اړه د دوی سره په نصاب کې معاصر معلومات نشته او که وي ډیر کم.

نو په زغرده ویلی شو چې مونږ په تېر کې د وارد شوو نظریاتو توان نه درلود. بلکې لا ډېر ملایان، پیران او شیخان د کمونیزم او صلیب په صف کې ولاړ وو.

اوس که د چا ذهن ته دا راشي، چې مونږ ته د دین په رارسېدو کې د چا احسان ومنو؟
بلې! مونږ ته دین د همدې علماوو لخوا په مختلفو زمانو کې راغلی، الله دې آجر ورکړي، خو هغه دومره محدود چې یو ځوان پکې د الحاد او توحید فرق نه شو کولی.

وایي د ظاهرشاه په وخت کې به ځوانانو اخبارونه له ښارونو راوړل او د کلي په جومات کې یې ځوانانو ته ببرک، کارمل او د ترکيې عکسونه د قهرمانانو په حیث ورپیژندل، ملا دومره نه شو کولای چې خلک پوهه کړي چې جومات د توحید د خپراوي ځای دی نۀ د کمونیزم.

نو د یو ملت په حیث زمونږ د خپلو علماوو څخه ګیله وشي، ځکه چې د وخت فتنو په مخنیوي کې پاتې راغلی دي. کمونیزم د مسکو راغلی هر کلي ته ورسید، خو زمونږ اسلام د خپل کلي ګډه وکړه.

نو امید دی چې علماء مو د منبر له لارې معاصرو فکري، غربي وارد شويو نظریاتو لکه (سیکولاریزم، هیومنیزم، ديموکراسۍ، لبرالیزم…) او نورو ایزمونو څخه د امت په پوهاوي کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx