افغانستان

هلمند: په سنګین کې درنه جګړه او موسی کلا سقوط ته نږدې شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې د تېرې شپې درنې جګړې سخته مرګ ـ ژوبله پر ځای پرې اېښې چې د سیمې د اوسېدونکو په قول تر سهاره يې خوب نه دی کړی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم وايي چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې د سنګین ولسوالي مرکز ته څېرمه د شکر شېلې او ګومبتو په سیمه کې د پولیسو په دریو پوستو بریدونه کړي دي.

د طالبانو ویاند زیاتوي چې دوی تېره شپره یوه بجه په یاده سیمه کې بریدونه پیل کړل چې درې واړه پوستې يې نیولې دي. خبر پاڼه زیاتوي: «بریدچې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې درې واړه پوستې په بشپړه توګه فتح ۸ تنه پولیس ځای په ځای قتل او دولسوال سلیمان شاه اودکنډک دقومندان په شمول ۱۷ تنه نورسخت ژوبل شول.» دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت د موسی کلا سیمه ایز چارواکي د دې ولسوالي د سقوط اندېښې پسې اخیستي دي.

د موسی کلا ولسوالي ولسوال شریف خان وايي چې د ټولې ولسوالي تمه یواځې څو پوستو ته دی که چېرته دغه په ګوتو شمېر پوستې د طالبانو لاس ته ولویدې، ولسوالي به سقوط شي.

د هلمند په موسی کلا، سنګین، خانشین او ځینو نورو سیمو کې د سږني لمریز کال له پیل سره سختې اوږدې ډله ایزې جګړې پیل شوې دي، چې لا هم روانې دي. چې د موسی کلا په جګړه کې لسګونه افغان عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. چې څه موده وړاندې د هلمند په یوه روغتون کې د سنګین په جګړه کې ټپي شوی د اردو عسکر په ژړا کې له خپلو مشرانو د نه همکاري غوښتنه کوي.

یاده دې وي چې د هلمند په ولسواليو کې د طالبانو د پرلپسې جګړو په خاطر د دې ولایت پخوانی امنیه قومندان له دندې ګوښه او پرځای يې نوی امنیه قومندان جمعه ګل همت وټاکل شو، چې لا تر اوسه يې دجګړې په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي سهیلې حوزې ته د سفر په وخت کې وویل چې دوی به ډېر ژر په دغو سیمو کې پیل شوې جګړې پای ته ورسوي.

د کارپوهانو له نظره د تېر په پرتله د طالبانو سږنی عملیاتي کال یواځې په دې پنځو میاشتو کې خورا تند دی. چې د دوی په خبره طالبانو پرلپسې سیمې تر واک لاندې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x