ټولنیزه برخه

طالب العلم ته څو لارښوونې «۱» برخه

حسان مجاهد

د انسانانو د هدايت لپاره الله تعالی انبياء عليهم السلام راليږلي دي؛ ددې لپاره چې له الله تعالی سره د خلکو رابطه ټينګه کړي او د الله تعالی له لوري ورته پيغامونه (اوامر او نواهي)ورسوي.

کله چې د نبوت سلسله ختمه شوه، نو دا دروند کار د مسلمانانو په اوږو بارشو؛ يعنې هر مسلمان به دومره قدر ديني علم حاصلوي، چې خپل ژوند د الله تعالی په بندګۍ کې سم تېر کړي او د علم په واسطه نور انسانان هم د جهل له تاريکيو څخه را او باسي.
خو علم هم د نورو عباداتو په څېر «ګڼ شمير شرائط او ضوابط» لري، چې په واسطه يې انسان کولای شي رښتنی عالم جوړ شي، که د علم په حصول کې خپل شرايط لحاظ نه شي نو د علم لاسته راوړنه ډيره ناممکنه ده.

امام زرنوجي رحمه الله تعالی(چې د مشهور کتاب «الهداية» د مصنف شاګرد ده او له نن څخه (۸۵۲) کاله پخوا تير شوې ده) وايي: «زموږ په زمانه کې بعض طالبانو د علم په حصول کې کوښښ کول، خو علم ته نه شو رسيدلی او د علم له فائدو بې برخې و؛ ځکه دوی د علم لارې خطا کړې وې او د علم شرائط يې پريښي وو.» نو زموږ په زمانه کې خو ټولو ته د لمر په شان واضحه ده چې علماء او طالبان زيات دي، خو په علم يې چندانې فائده نه وي مرتبه، هر کال په زرګونو علماء فارغيږي، خو بااستعداد او تکړه علماء د ګوتو په شمېر وي؛ دا ځکه چې دوی د علم خپل شرایط، آداب، اسباب او لارې نه دي لحاظ کړي، پخوا چې کومو علماوو په کمو عمرونو کې دنيا ته علم رسولی دی او په زرګونو کتابونه يې ليکلي دي، هغوی د علم د ټولو شرائطو کلک پابنده و، نن که هغه علماء نشته، استعداد او کمال خو يې شته! نو که طالبان او علماء د شرايطو پوره لحاظ وکړي، الله تعالی به له دوی څخه هم د اسلافو په شان خدمتونه واخلي. ان شاء الله تعالی

په دې ليکنه کې غواړم په مختصرو ټکو کې يو شمېر هغه شرايط او آداب د طالبانو مخې ته کيږدم، چې په واسطه يې الله تعالی انسان ته علم نافع ورکوي.

۱_ د هغه څه علم انتخاب کړه، چې په ژوند کې ترې چاره نه وي لکه: د الله تعالی د معرفت، لمونځ، روژې، زکات او د ژوند د نورو ضرورياتو علم.

۲_ په علم سره يوازې د الله تعالی د رضا، اخرت، له ځانه او نورو څخه د جهل لرې کولو، د اسلام د بقا، د دين د اعزاز او خلکو ته د دعوت نيت وکړه!

۳_ داسې استاد انتخاب کړه چې، ښه عالم، متقي، مشر او د غوره صفاتو څښتن وي.

۴_ په هر کار کې مشوره کوه!

۵_ د سبق تر شروع وړاندې د استاد، تعليم ځای، کتاب او د ملګرو د انتخاب مشوره او فکر وکړه!

۶_ کتاب تر اختتام وړاندې په نيمايي کې مه پريږده!

۷_ له يو ځای څخه بل ځای ته ژر مه ځه!

۸_ له يو استاد څخه(د سبق په منځ کې) بل استاد ته مه ځه!

۹_ له يو فن څخه په بل فن ژر شروع مه کوه!

۱۰_ د هغه څه چې ستا نفس يې خواهش لري، پيروي مه کوه!

۱۱_په تکاليفو صبر کوه!

۱۲_ په علم کې حرص کوه!

۱۳_ لومړی د ځان ضروريات پوره کړه!

۱۴_علم په ډير وخت کې حاصل کړه!

۱۵_د ځان لپاره محنتي، متقي، خوش طبعه او د ښو صفاتو لرونکي ملګري غوره کړه!

۱۶_ له سست، تنبل، ډير غږېدونکي، جګړه مار او بد اخلاقه ملګري څخه ځان وساته!

۱۷_له داسې کړنو ځان وساته، چې په هغه کې د علم ذلت وي.

۱۸_ تواضع «خاکساري» اختيار کړه!

۱۹_لونګۍ، لستوڼي او لباس لوی کړه؛ ځکه په دې کې د علم عزت دی!

۲۰_ په ټولو امورو خصوصاً په «علمي امورو» کې استقامت وکړه!

۲۱_ د استاد احترام کوه او له خفګانه يې ځان ساته!

۲۲_د کتاب تعظيم کوه؛ په اوداسه يې لوله، پښې مه ورغځوه، بل شی مه پرې کېږده، ښودلو ته يې ښه ترتیب ورکړه لکه: لومړی د تفسير کتابونه، بیا د حديثو، بیا د فقه، بیا د نحو، بیا نور….

۲۳_خط ښه واضح ليکه او په سور رنګ يې مه ليکه!

نور بیا……. ان شاء الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx