ټکنالوژي

د ټکنالوژۍ زيانونه «۲» برخه

محمد عبدالله‎‎‎‎‎‎

له هر څه وړاندې لومړی د الله تعالی حمد او ثنا بيانوم چې کائنات يې پيدا کړل او ډېر نعمتونه يې پر موږ ولورول؛ چې د دغه نعمتونو د تيارولو او لاسته راوړلو توان موږ هيڅکله نه درلود. هر څه يې په يوه ټاکلي اندازه او د عيب پرته په پوره حکمت پيدا کړي. الله تعالی آسمانونه، ځمکې او ترمنځ يې مخلوقات په خپل پوره توان او قدرت پيدا کړي، رنګارنګ مخلوقات يې پکې ځای په ځای کړي، هر يوه ته يې د هغه لومړنۍ اړتياوې چمتو کړې او هر يوه ته يې ځانګړې دندې ټاکلي.
د ځمکې پر مخ هغه حيوانات چې په وچه کې ژوند لري، د هغوی جسدونه يې داسې برابر جوړ کړي؛ چې په عادي ډول د هغه امکاناتو څخه په سمه توګه استفاده وکړي چې پر وچه د هغوی لپاره چمتو شوي دي، تر څو خپل ژوند په سمه توګه پر مخ يوسي او هغه دندې چې د هر يوه لپاره ټاکل شوي؛ هغه تر سره کړي، تر څو خپله او نور ترې ګټه پورته کړي. په همدې اساس تر کومه چې دغه مخلوقات خپلې دندې د الله تعالی له لوري د ټاکل شويو قواعدو او قوانينو مطابق تر سره کوي او خپل ژوند پر همدغه ټاکلې لار مخ ته وړي؛ نو مثبته نتيجه به ورکړي او ټولو ته به يې ګټه ورسيږي، هغه وخت کې چې د طبيعت او الهي قوانينو مخالفت وکړي نو په نتيجه کې به د مخالفتونو په اندازه په مخلوقاتو کې فساد را منځته شي او د وخت په تېرېدو سره به په آسمان، ځمکه او بحرونو کې د هغه منفي اغېزې را برسيره شي.

د ذرې نيولې تر کهکشانونو هيڅ څيز پرته له حساب او اندازې ندی پاتې، هر څيز په يو ټاکلې اندازه د يوې موخې لپاره پيدا شوی او هر يو يې د الله تعالی سره ځانګړی اهميت لري.

کهکشانونه په خپل لويوالي او ذره په خپلې کوچنيوالي په سمه توګه اندازه شوي.

د ټولو کائناتو داخلي او خارجي برخې په پوره دقت اندازه شوي، چې د قرآنکريم په ډېرو آيتونو کې ورته اشاره شوي:

(إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ) “القمر،49”

موږ هر څه له يو تقدير (اندازې) سره پيدا کړي دي.

(وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ) “الرعد،8”

د هغه سره هر شی په يو ټاکلې اندازه دی.

(قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا) “الطلاق،3”

الله تعالی د هر شي لپاره يوه اندازه ټاکلې ده.

(وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا) “الفرقان، 2”

الله تعالی هر شی پيدا کړ، بيا يې هغه دقيق اندازه کړ.

هر څه يې اندازه کړي او هر مخلوق ته يې د هغه د ټاکل شوي چاپيريال مطابق جسم برابر کړي.

هغه مخلوقات چې په اوبو او سمندرونو کې ژوند کوي، د هغوی جسمونه يې په دا ډول برابر کړي چې په اوبو کې حرکت، تنفس، تغذيه، تکاثر او نمو کوي، اړتياوو ته په کتو يې هغوی ته مناسب جسمونه پيدا او مناسب چاپيريال چمتو کړی دی. د طبيعي او فطري ژوند تګلاره يې ور ښودلې، د بدن د جوړښت مطابق يې هغوی ته د تغذيې طريقه، تناسل طريقه او په فردي او ټولنيز شکل د نوي نسل تربيه ور ښودلې، چې د فطري تګلارې د مخالفت په صورت کې د مخلوقاتو نسلونه د خرابۍ، بربادۍ او حتی له هلاکت سره مخ کيدای شي. لکه څرنګه چې واضحه ده مخلوقات د الله تعالی د امرونو تابع دي، نو نشي کولای هغه قوانين چې د دوی د ژوند مخ ته وړلو لپاره وضع شوي مات کړي، يا د طبيعت مخالفې کړنې وکړي او يا هم نافرمانۍ او سرغړونې تر سره کړي؛ خو په مخلوقاتو کې انسانانو او پيريانو ته ځانګړي اختيارات ورکړل شوي چې په خپل چاپيريال کې ډېر اغېزمن کارونه ترسره کوي، او انسان چې دې نړۍ ته د حاکم او خليفه په صفت را استول شوی؛ ده ته نسبتاً ډېر اختيارات ورکړل شوي، همدا راز فردي او ټولنيزو اړتياوو ته په کتو د انسانانو خپل منځي تعامل او حتی د حيواناتو او نورو مخلوقاتو سره د برخورد په پار وخت په وخت انسان ته لازمې لارښوونې او ارشادات شوی. خلک پدې مکلف دي چې د ظلم او حق تلفۍ څخه ځانونه وژغوري، نورو ته په خير رسولو کې رښتوني او پاک نيته وي، ترڅو په ټولنه کې د شر څخه لرې او سالم پاتې شي او د الله تعالی د هدايت د قانون مطابق له ټولو شرونو څخه نجات ومومي؛ تر څو دنياوي ژوند يې نېک او اخروي ژوند يې د کاميابۍ ژوند وي.

که اوسنۍ زمانې ته ځير شو، چې شلمه او يوويشتمه پېړۍ ده، اکثره خلک او خاصتاً روشنفکران پدې باور دي چې دا د پرمختګ او ترقۍ پېړۍ دي، په خپل عصريت وياړي، مخکينی فطري او ساده دور د تورتم او ناپوهۍ دور بولي او اوسنی عصر چې د انساني ژوند فطرت پکې تغير کړي او ژوند يې په برق، مصنوعاتو، کيمياوي موادو او غير فطري خوراکونو ولاړ دی؛ يو هوسا او روښانه عصر بولي، حال دا چې دا قضيه برعکس ده، ځکه هغه ماشين آلات او صنايع چې د ۱۷مې پيړۍ د انقلاب وروسته ايجاد شول؛ د انساني بدن د روغتيا او دفاعي قوې د خرابېدو، په ټولنه کې د بد اخلاقۍ، اړمن کېدو، په ژوند او اقتصاد کې د نورو غلامي او د ورځني ژوند او د سياسي معاملو د خرابېدو لامل شول. د دې برسېره يې طبيعت او د انسانانو او نورو مخلوقاتو چاپيريال ته نه جبرانېدونکي منفي اغېزې او تاوانونه ورسول، همداراز د اوبو او هوا د ککړتيا او په ګرده نړۍ کې د موسمونو د خرابېدو لامل شول، په زهريله موادو د اوبو او هوا ککړتيا د انسان او نورو مخلوقاتو صحت ته زيان رسولی، همدا راز د شرکتونو او کارخانو بقايه جات د سمندرونو د اوبو سره د خلط کېدو په وجه د لمدې او وچې کائناتو ته بې ساري زيانونه رسولي او حتی د حيواناتو د ډېرو نسلونو د تباهۍ لامل شوي.

يوه ډېره خطرناکه او د نه منلو وړ کړنه چې په اوسني عصر کې تر سره شوې؛ هغه د طبيعي تخمونو فاسدول او په اصلاحي تخمونو باندې د هغې بدلول دي، همدا راز د ژوندي کائناتو وراثتي او نسلي بدلول چې د حيواناتو او نباتاتو نسل فاسدوي.

ادامه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

د نن ټکی اسيا له ادارى سخه ديره مننه كوم
زمونگه غوختنه دا ده چى زمونگ ليكنى په وخت نشر كرى او كه كوم ملگرى اعتراض او يا هم سوال ولرى نو مونگ به يى جوابوو.راتلونكى برخو كافى وضاحت به وشى.
كوشش كوو چى د ننى عصر په آره دير معلومات او حقايق له تاسو سره شريك كرو.مننه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx