افغانستان

نړیوال بانک د افغانستان اړوند تر يو ميليارد زياتې مالي مرستې له کنګل توب وباسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ٣٠ سلواغه، ۱۴۰۰ل): نړيوال بانک پلان لري چې د افغانستان اړوند تر يو ميليارد ډالرو زياتې مالي مرستې ازادوي.
د افغانستان لپاره مشخص شوى دغه مالي مرستې د اګست د مياشتې تر تحول وروسته کنګل شوې وې.

رويترز خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي دي چې نړيوال بانک حاضره يو پلان جوړ کړى دى څو يو عشاريه دوه ميليارده ډالرو مرستې له کنګل توب وباسي اوپه تعلیم، زراعت، روغتیا او فاميلي پروګرامونو کې يې د ملګرو ملتونو له لارې استعمال کړي.

د دغه مالي مرستو په اړه به نړيوال بانک بورد د مارچ د مياشتې په لومړۍ نېټه وروستى تصميم ونيسي.

د يادونې وړ ده چې نړيوال بانک تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې ٢٨٠ ميليونه ډالر مرسته کړې وه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

تنها آزادی مهمه نده. طالبان او داسلامی دولت ملی بانګ باید ددوی دهری ساتلی افغانی او ډالر اصلی مقصدونه پیدا کړی او دهغو مقصدو سره سم داستعمال غوښتنه وکړی. که امریکا او یا بل څوک په یوه او یا بل نوم د افغانستان شتمنی دکمک په نوم خلاصوی او اصلی مقاصدو سره تضاد لری هغه باید سم تحلیل او دهغه د ردولو اعلانیه وسی. افغانستان باید اعلام وکړی چی دهری مصرف سوی افغانی بیرته ورکول غواړی او ترڅو چی هغه نوی ورکړل سوی هغه افغانی ددوی په سر قرض دی او غواړی چی دبانکی نظام سره مناسب هغه بیرته آداء… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx