ټولنیزه برخه

د خپلو وروڼو مرۍ مه پرې کوئ

حامد افغان

یوه صحابي د رسول الله ﷺ مخکې د چا ستاینه وکړه، هغه ورته وفرمایل: ستا پر حال افسوس دی، د خپل ورور غاړه دې پرې کړه (ويْلَكَ، قَطَعْتَ عُنُقَ أخِيكَ، البخاري). شارحین لیکي: په ستاینه سره انسان مغرور او له کبره وپړسیږي او تکبر و غرور په دیني لحاظ د بنده ذبحه کیدل او مرګ دی. نو د چا ستاینه په دیني لحاظ د هغه مرۍ پرېکول او د هلاکت کندې ته ټېل وهل دي.

تاسو چې د چا ستاینه کوئ یا به یې د چاپلوسې په نیت کوئ او یا به مو له زړه ورسره مینه یي او د الله لپاره به یې ستاینه کوئ؛ نو په دواړو صورتونو کې، د چا ستاینه د هغه د مرۍ پرې کولو معنا لري. که فرضا په سیاسي لحاظ ځینې ستاینې لازمي بولئ بیا هم باید ځانګړې کړنې وستایل شي، نه اشخاص، د اشخاصو ستایل او ډېر پړسول خپل صف ته ضرر رسول دي، دا صف پخپل مسیر او تګلاره پیاوړی ده، پخپله ګروهه غني او بډایه ده، اشخاص به په کې ځي او راځي. بناءً د خپلو وروڼو مرۍ مه پرې کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx