افغانستان

هلمند: د سنګین ولسوال او لوړپوړی پوځي قومندان ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي ولسوال سید سلیمان شا اود ۲۱۵ میوند قول اردو د لومړي کنډک قومندان په یوه چاودنه کې ټپیان شوي دي.
د سنګین ولسوال رسنیو ته ویلي دي چې دی د یاد قومندان په ګډون د سنګین ولسوالي د څاروان کلا په سیمه کې د جګړې د ساحې لیدو ته روان وو په لاره پرې د سړک دغاړي ماین وچاودید او دواړه يې ټپیان کړي دي.
ویل کېږي چې د دوی ټپونه دومره د اندېښنې وړنه دي او دواړه تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه په یوه برید کې طالبانو د دریو پوستو د نیولو او د قومندان په ګډون د پنځه ویشتو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړ.
دولتي سرچینو هم د تېرې شپې جګړه تائید کړې ده او ويلي يې دي چې څلورپولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
یاده دې وي چې د هلمند په ولسواليو کې د طالبانو د پرلپسې جګړو په خاطر د دې ولایت پخوانی امنیه قومندان له دندې ګوښه او پرځای يې نوی امنیه قومندان جمعه ګل همت وټاکل شو، چې لا تر اوسه يې دجګړې په برخه کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x