نظــر

راشئ بشر دوستي له دې خلکو زده کړئ!

احمد منصور

يو وخت و چې کورنيو او بهرنيو رسنيو له امريکا او دلته له راغلو ټولو اشغالګرو سپين بازان جوړ کړي وو، بشر ژغورونکي او بشر دوستان يې بلل، ځينو د هو په ډول ورته سرونه ښورول او د امريکا هر جنايت ته يې د توجيې لټولو هڅې کولې، امريکا د بشر د حقوقو، د بيان آزادۍ څخه د وسلو په توګه کار اخيسته، د امريکا بيا رغونه هغه سرکونه رغول وو چې خپل تګ راتګ به يې پرې کاوه او ډمې راډيوګانې په افغانانو وېشل وو، له دې پرته يوه داسې کارخانه څوک نه شي ښودلی چې اقلاً زمونږ لس زره هېواد وال پکې پکار وي، نه يې کوم ښه پوهنتون او نه کوم ښه صحي مرکز جوړ کړی چې هېوادوال مو ګاونډيو هېوادو ته د تداوی په موخه تللو له احتياجه خلاص شي امريکا افغانستان ته د بيا رغولو او د انسانيت د ژغورلو هېڅ داسې وسايل نه دي راوړي هغو رسنيو او ژورنالستانو سره محاسبه بايد وشي چې د امريکايانو په ټولو جناياتو کې يې سهم درلود امريکا افغانسان ته د وژنو هر ډول وسله راوړې وه کومه نوې وسله به يې چې جوړه کړه هغه به په افغانانو ازمايله لکه موربم چې په ننګرهار کې وغورځاوه تاسو لاړ شئ هلته نوي ماشومان چې پيدا کيږي د هماغه بم اثرات پکې وي، که اوس هم څوک خونخوارې نړۍ او خصوصاً امريکا ته بشر دوسته وايي له حماقته ډک دي او د وژلو سره جوړ دي.

نړۍ وال دې راشي بشر دوستي دې د واکمن اسلامي نظام له مشرتابه او نورو چارواکو زده کړي هو له هغو چې شل کاله يې ترهګر اوو دهشتګر بلل رسنيو په دې موخه چې هېواد وال ترې وډار کړي کله يې د يو او کله يې د بل هېواد خلک بلل وړمه ورځ په زابل کې کوچنی ماشوم کوهي ته غورځېدلی وو ځايي چارواکو او د سيمې خلکو داسې وانګيرله چې له خپلو امکاناتو څخه په استفادې ماشوم ژغورلی شي خو چې په هغو امکاناتو نه شوه له مرکز څخه نېزدې ولاياتو ته امر وشو چې ټول د ژغورنې وسايل بايد ور وليګل شي او هغه خلک يې هم ور ولېګل چې دا د ژغورنې مهارت لري په ځينو مشرانو چې د اولس مينه غالبه وه سمدستي د پيښې ځاي ته يې ځانونه ور ورسول څو د ژغورنې څار يې وکړي او د ماشوم والدينو کورنۍ ته داسې احساس ورکړي چې تنها نه ياست مسؤل حکومت لری له ورغلو مشرانو څخه د ملي دفاع وزير محترم ملا يعقوب مجاهد صيب، د کورنيو چارو وزارت وزير محترم سراج الدين خليفه صيب او ځوان سياستوال انس حقاني صيب ول دا هغه څوک ول چې له کلونو د امريکا په تور ليست کې د ترهګرو په نوم ثبت ول او اوس هم دي ملا يعقوب صيب او انس حقاني صيب ټوله شپه د څاه پر سر تېره کړه له نېژدې يې کار څاره هلته د ماشوم د ژغورنې ټول وسايل او امکاناتو څخه استفاده يې کړې وه ، ډاکټران ول، ماشوم ته اکسيجن ور ښکته کړی وو، دوه الوتکې وې تر څو که سالم راووځي سمدلاسه کابل ته يې انتقالاوه همدا ډول امبولانسونه ول يعنې حکومت له خپلو ټولو شتو امکاناتو څخه استفاده کړې وه.

تعجب او حيرانوونکی دا وو چې د حکومت مهم وزير او ځوان سياستوال د څاه پر غاړه يوه شپه او يوه ورځ په خړو خاورو په دې اُميد ناست ول چې حيدر جان به ژوندی وګورو د تيرې ادارې کوم چارواکۍ به چې کوم ولايت ته تلو درې ورځې مخکې به يې هماغه ولايت په تللي سرک د عامو وګړو تګ راتګ بنداوه همدا ډول د هماغه ولايت ښار کې چا ته له کورو د راوتو اجازه نه وه خو د ملي دفاع وزير داسې سيمې ته ورځې چې د عامو وګړو بيروبار ده ويډيو به شايد تاسو کتلې وي چې کله الوتکه يې ښکته کيږي عام وګړي نېزدې ورځي ساتونکي يې نه شړي چې ځی وزير صيب راغی بلکې ځوان رهبر ټولو سره ستړي مشي کوي کله چې د ماشوم د ژغورنې پروسه ناکاميږي ځوان وزير دا نه شي زغملی او ژاړي سبحان الله دا ملت نور بريالی ده چې داسې له احساسه او له مينې ډک چارواکي لري دلته داسې خلک هم ول چې د مدارسو ماشومان حافظان يې په وياړ په شهادت رسول هو دا هماغه خلک ول چې د واشټن او روپا امنيت ته خوشحاله ول خو اوسنی دفاع وزير د حيدر جان غم دومره پرې غالب وو چې ويې ژړل دا بايد مؤرخين ثبت کړي چې د وخت د نړۍ والو له لور متهم شوي په ترهګرو او د بشر د دوښمنانو په نوم خو همغوي تر هر چا زيات بشر دوستان ول او تر هر چا زيات د بشر حقوقو ته ژمن ول قربان دې شم مشره نړۍ ته دې ثابته کړه چې مونږ بشر خوښوونکي يو زمونږ مبارزه د بشر د ژغورلو او بشر له ښه ژوند د برخمن کېدو په موخه وه مشره ستا هلته تګ او له سترګو ډکې اوښکې د دواغژنو بشر دوستانو ته سپېړې خو خپلو افغانانو ته د ښه راتلونکي آرمانونه او هيلې وې ويل کيږي چې اميرالمؤمنين دقه به دقه له يادې سيمې د ماشوم خبر اخيست او ويل يې چې رب به په اړه را څخه پوښتنه کوي که ما يې د ژغورلو ټول امکانات په لاره وانچول.

ای نړۍ والو راشی له دوي بشر دوستي زده کړی نور به ان شاء الله تدريجاً ستاسو فريبي څهېرې نړۍ ته ښودل کيږي په کېپو کې ناست يوې ډوډۍ پسې زارۍ کوونکي دې واوري چې نور افغانانو خپله ورکه پيدا کړه اوس بې تکلفه مشران لري په غم او خوښۍ کې ورسره ځانونه شريک بولي دوي د شل رقمو غوښو خوړونکي نه په شوروا ګوزاره کوي خو ان شاء الله دا اولس به هوسا او متحد کوي په اخر کې نړۍ والو ته وايو چې جنګ ، سياست، حکومت جوړونه او بشر دوستي راشئ له طالب زده کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx