نظــر

یعقوب قلندره! یعقوب پیغمبر دې راته یاد کړ

امین وردګ

په هر زړه کې مینه او کینه شته، هر زړه درد او هوس لري.
په هر زړه کې عواطف او احساسات خامخا وي، چې یو له هغو څخه زما زړه هم دی.
تاسو خو پوهېږئ! چې ما هېڅکله هم دوست ته زنده باد او دښمن ته مرده باد ندي ویلي او نه یې وایم؛ ځکه چې داسې عمل (د یوه لیکوال په هکله) اخلاقي تزلزل دی او د سړي حیثیت د ارتقا نه! بلکې د تنزل خواته کږوي.
خو پرون مې چې د ځوان وزیر(یعقوب ابن عمر) الوتی رنګ، معصومانه سلګۍ او تړمې اوښکې (د شهید حیدر جان د سپېڅلي جسد تر څنګ) ولیدې، نو یقیناً چې متأثر یې کړم، ویښ یې کړم، میّن یې کړم او ویې ژړولم؛
احساس مې خوږ شو او تمې ډېرې.
موږ دلته ډېر وزیران ولیدل چې زیاتره یې د قسوت قلبي او جُمودالعیني خواصو خاوندان وو، دوی به د نورو له ځورولو او ژړولو څخه خوند اخیست، د بل غم به یې نیم نه! بلکې پوره اختر باله.
اما زموږ یعقوب بیا بل ډول احساس او بل ډول زړه لري.
زموږ د یعقوب زړه له مینې ډک دی، عواطف او احساسات یې د تقدس تر حده ختلي.
نه نه! دا فکر و نکړئ چې ګواکي زموږ د ځوان وزیر زړه نری دی او ممکن د ورسپارل شوي ارګان (دفاع وزارت) لیاقت به و نه لري؛ داسې نه ده! دغه سړی د زمري خواص لري: جرئت، شجاعت او ترحم؛ دری واړه پکې راټول شوي.

هلته (د جګړې او مبارزې په ډګر کې) جدیت او جرئت کاروي، دلته (د ملت په ستونزو کې) بیا ترحم او محبت.
یقیناً چې داسې لوړ اخلاق په انسانانو کې ډېر کم دي.
زموږ ملت بختور دی چې مشران یې داسې له مینې ډک زړونه لري.
زه یقین لرم چې دا ډول مشران به مو ټولنه او هېواد (دواړه) را جوړ کړي ان شاءالله.

دغه یعقوب قلندر په ریښتیا ماته یعقوب پیغمبر را یادوي؛ یوازې له دومره توپیر او تفاوت سره: چې یعقوب پیغمبر (ع) به په خپل زوی (یوسف [ع]) پسې اوښکې تویولې، مګر یعقوب قلندر بیا په هغه زابلي ماشوم (شهید حیدر جان) پسې بې اختیاره اوښکې تویې کړې، چې نه یې خپل ؤ او نه قریب، فقط له دې امله ورغی چې حیدر جان یو بشر ؤ، هغه په ژوره څاه کې بندي شوی ؤ او د ده زړه عواطفو لاندې کړ، طاقت یې و نشو او د پېښې ځای ته په خپله ورغی.

که څه هم چې په اسلامي امراوو کې داسې اعمال نوي نه دي، مګر موږ (پنځلسمې سدۍ ته په کتو سره) وایو چې: زموږ ځوان او ګلالی وزیر فعلاً د خلفای راشده وزیرانو پر پله روان دی، خو الله یې دې نه ترې کږوي.
دلته د یعقوب حرکت نمائشي نه، بلکې اخلاقي ؤ، ځکه خو یې اوښکې هم د زړه له تل څخه تویې کړې.

والله قسم کوم چې زه د هېچا صفت هم (د هغه د موقف له امله) نه کوم؛ چې ګوندې ماته به نو کومه جوټه یا خیشته راکړي، خاورې دې وخورم ایرې پرې باندې- اما د اخلاص، مروت، حقیقي خدمت، مینې او داسې نورو متحرکو اعملا پر وړاندې خپل احساسات نشم قابو کولای؛ نو په زغرده وایم چې: وا ځوانه وزیره! وا ابن عمره! ها یعقوبه قلندره! په ریښتیا چې زړه دې له مینې ډک دی او اې! موږ تل پر هغو میّنیږو، څوک چې پر موږ میّن وي! ته چې له موږ او زموږ له ماشومانو سره دوه مینه لرې، نو موږ به یې ولې له تا سره نه لرو.

زموږ زړونه دې وګټل، په ریښتیا دې پر ځان ميّن کړو، خو پام کوه چې قدرت او ثروت دې له لارې و نه باسي او هسې نه چې سبا موږ (ستا په هکله )پر خپلو پرېکړو پښېمانه شو؛ لکه پرونیو رهبرانو چې پښېمانه کړو، موږ نن ستا صفت ستا د موقف له امله نه! بلکې ستا د عاطفې او مینه ناک زړه له امله کوو.
پر ځان دې میّن کړو! اوس به مو نو بې له تا ښه ګذاره وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx