ورزش

استرالیاوی «سټوارټ ګرنټ لا» د افغان لوبډلې لنډمهاله روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د استرالیا کرکټ لوبډلې پخوانی توپ وهونکو سټوراټ ګرنټ لا د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لنډمهاله روزونکي په توګه وګمارل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د استرالیا لوبډلې منځنی یا میډل آرډر توپ وهونکی یې د بنګلادیش پر وړاندې د راتلونکي یو ورځنيو او شل اوریزو سیالیو لپاره د مشر روزونکي په حیث ټاکلی دی.

افغان کرکټ بورډ چې لا دمخه یې د لوبډلې د مشر روزونکي د ګمارلو لپاره غوښتنه کړې، لا هم روزونکي نه دي موندلي چې له دې وړاندې یې د هالنډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیریز پرته له مشر روزونکي درلودلو ترسره کړ.

له دې وړاندې مشر روزونکي لانس کلوزنر او د توپ اچونې لنډمهاله روزونکي شان ټيټ د معاهدې بشپړولو وروسته افغان کرکټ بورډ سره تړون ونه غځوه او دنده یې پریښوده.

که څه هم د افغان لوبډلې لپاره مشر روزونکی وټاکل شو خو لا هم ددغې لوبډلې لپاره د توپ اچونې روزونکي پریکړه نه ده شوې.

د کرکټ بورډ د خبر سره سم نوی روزونکی سټوارټ لا د ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو په موخه بنګلادیش ته رسېدلی دی.

سټوارټ لا په ۱۹۹۵م کال کې د استرالیا لپاره یوه ټېسټ لوبه کړې. سربېره پر دې نوموړي د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ د نړیوال جام په ګډون د یاد هېواد لپاره په ۵۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې لوبېدلی دی چې په ترڅ کې یې یوه سلیزه او ۷ نیمه سلیزې وهلې دي.

سټوارټ لا له ۲۰۰۹م کال راهیسې د استرالیا ملي لوبډلې سربېره د سریلانکا، بنګلادیش او یو شمېر نورو کورني لوبډلو سره د روزونکي په حیث دنده ترسره کړې ده.

اوس افغان کرکټ بورډ پریکړه کړې چې د راتلونکي بنګلادیش سفر لپاره استرالیاوی سټوارټ لا دنده ترسره کړي او دایمي مشر روزونکی به هم ژر وټاکل شي.

د کرکټ بورډ سرچینو نن ټکي ته ویلي وو چې یو شمېر پخواني روزونکو د افغان لوبډلې د مشر روزنې لپاره غوښتنلیکونه جمع کړي، خو دوی غواړي له ټولو ستونزو خالي یو داسې روزنمشر وټاکي چې په هر سفر او حضر کې له لوبډلې سره یوځای وي.

د سرچینې په وینا، کرکټ بورډ د توپ اچونې روزنې لپاره د پاکستان پخوانی آلراونډر اظهر محمود سره موافقه کړې ده، چې د مشر روزونکي له ټاکل کېدو سره سم به اعلان شي.

د افغانستان کرکټ لوبډله اوسمهال په بنګلادیش کې د راتلونکو لوبو ته د چمتو والي په موخه تمرینات ترسره کوي. دغه لوبې به په ۲۳مه نېټه پېل شي او تر پنځم مارچ به دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx