نظــر

همدا یې څرګند مثال دی!

ابوبکر خپلواک

هغه چې وایي د وږي نظر پردسترخوان وي، سم وایي، د محصلۍ مې اول کال وا، د خپلې پوهنځۍ له جامدو چېپټرو او کتابو څخه ډېر د آزادې مطالعې کتابو خوند راکولو. علامه اقبال په خپلو اقوالو کې فرمایي چې د یرغمل شوې ټولنې هر اړخ د ځوان نسل لپاره په کمین کې وي، پدې خبره کې شک هم نشته. زه یې یوه بېلګه لیکم.

کابل پوهنتون دری دروازې لري، همدې دروازو ته نژدې به ډېر کله په لاسي کراچیو کې کتابونه پلورل کېدل، د کتابو نومونه به جالب او په قیمت کې به یې حتمن څو سلنه تخفیف موجود وا. ځینې یې ما هم واخیستل او ولوستل.

د اکثریت موضوع او مضمون به فلسفه، غربي ژوند بڼه، د کامیابۍ رازونه خو په قول د غرب او ځینې بیا په مدحه او ستاینه د ټلوالې د رأس د مشرانو کې لیکل شوي ۇ. د هر کتاب له لوست وروسته به سړي د اطمنان پر ځای تردد طرف ته تلو.

د کامیابۍ او شهرت طلبۍ اړوند پکې داسې لارې او طریقې ښودل شوې وې چې د زیاتو هغو یې ژوندي مثالونه په تېرو سیاسونه کې موجود ول، په ټولنې کې د خپل شخصیت د مینوالو موندلو اړوند په سلګونه کیسې پکې وې، د ټولو اخر مطلب او موخه به همدا دروغ او چاپلوسي راتله.

څه وخت وروسته مې د ندوي صاحب یو مقاله لوسته چې په همدې موضوع یې تمرکز کړی وا، چې څنګه یو مؤمن د نورو مؤمنانو په زړونو راج چلولی شي، خورا دقیق تحلیل یې کړی و، د قرآن پاک همغه آیت کې دلیل ګرځولی و، چې که غواړئ مخلوق راضي کړئ نو د الله پاک د رضايت هڅه وکړئ.

ما پرون د مولوي یعقوب مجاهد او حافظ انس حقاني له سفر وروسته د ملت دوعاوې او ستاینې د دوي په باب کې ولیدې، که د پورته دوه مسؤل مشرانو تېر ژوند ته وګورو، حتمن به راته د ندوي صاحب همغه جملې را یاد شي، چې وایي تاسو د څښتن تعالیٰ د رضايت لپاره د قربانۍ ډګر ته راووځي، نور د مخلوق رضايت فرعي مسئله ده.

حقاني انس د زندان یو بندي او یعقوب ملا بیا د ستر جهادي مسؤلیت له وجې ځان د ميډيا او کمرې څخه غیب کړی وا. دوي لا د خپل شهرت او شخصیت اړوند یو پوسټر هم ندی چاپ کړی، لا یې د کوم میډیایي اکونټ په سپانسر پیسې هم ندي خرچ کړې، خو بیا هم د اکثریت ملت تر ګوګله لار مومي.

راځئ فکر وکړو، همدا ژوندۍ مثال او د عبرت ښه کیسه ده، چا چې د دین او شعايرو د دفاع لپاره رادانګلي، د عرش څښتن ورته عزت په دواړو کونینو ورکړی، راځئ نورې لارې پرېږدو همدا تجربه شوې مؤمنه نسخه وکاروو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx